IQNA

د مشکات قران کریم د دریمې نړیوالې جشنوارې غوره کسان معرفي شول

10:18 - April 08, 2024
د خبر لمبر: 3489016
ایکنا- د مشکات قرآن کریم  ددریمې نړیوالې جشنوارې پایزې دستورې د شنبې په مازدیګر  د غوره کسانو په ستاینې او قدرونې سره پاي ته ورسیدې.

ایکنانیوز راپور راکړ،  د مشکات قرآن کریم د سیالیو  نهائي  او وروستۍ مرحله  د شنبې په مازدیګر  د ماښام  په تهران کې د یو شمیر قرآني شخصیّتونو او مدیرانو په شتون سره  له آذان او د ماښام د جمې  لمانځه له اقامې سره په په یووخت  د غوره کسانو په ستاینې سره  ترسره شوې.

 په ولسی برخې کې د مشکات قرآن کریم د نړیوالې سیالیو دغه پړاؤ د قرآن کریم د معارفو  د خپریدا او د اسلامی امت  د اتحاد د پياوړتیا او همداراز د اسلامی  نړۍ د قاریانو او حافظانو د قدرونې په مقصد سره   په مجازی بڼه د قرآن اوعترت د مشکات د پيروکارو د موسیسې له خوا ترسره شوې.

 د سیالیو په دغې مرحلې کې د افغانستان د حمید الله فیاضي، د عراق د عمار سالم اعلی آل حمید، د انډونیشیا  د شمسوري عبدالله، له مصره د شهاب احمد حسن احمد ، د بنګلادیش  دمحمد عثماني غني ، د بیلجیّم  دابراهیم  بوغالب، له پاکستانه د علی رضا عادلي ،له ایرانه  د میرحسین انوري او علی ذاکري  پښمول د تقلیدي قرآئت په څانګې کې د مشکلات  قرآن کریم د ولسی او نړیوالو سیالیو د نهو برلاسه قاریانو سیالۍ ترسره شوې.

 په همدې اساس او ددغو سیالیو  نهائي مرحلې ته  د لاره موندونکو د نهو آثارو د قضاؤت له ترسره کیدا وروسته په ترتیب سره له افغانستانه حمید الله فیاضي، د انډونیشیا شمسوري عبدالله  او د ایران  علی ذاکري د مشکات قرآن کریم د نړیوالو سیالیو  ددغه پړاؤ له لومړي تر دریم پورې ځائيګي  خپل کړل.

 ددغو سیالیو  ددغه پړاؤ جایزې د  دهرې یوې څانګې لومړي لمبر کس ته سل میلیون تومان ،دوهم لمبر ګټونکي ته  اتیا میلییون تومان او دریم  لمبر ګټونکي ته هم  اویا میلیون تومان جایزه په نظر کې نیول شوې ده او   او  له دریم وروسته تر اوم لمبر پورې هر یوه ګټونکي  ته  لس میلیون تومان په نظر کې نیول شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4209046

 

captcha