ایکنانیوز راپور ارکړ،پرون ماسپښین د تهران په یولک کسیز لوي سټيډیم کې د امام حسن(ع) دمینه والو او قرآني محفل په عنوان سره د کورنیو په شتون سره ولولناکه او پرتمینه اجتماع ترسره شوه.د څو کسانو په یو ځاي تلاؤت،مداحي، آتش بازی،د ډول ډول او په زړه پورې پروګرامونو اجرا او د ډیرو ځانګړو جایزو ډالۍ کول ، د امام حسن دمینه والو او قرآني محفل ددغه لوي جشن نوره برخې وې ، چې د روژماتي پورې ئې تر څو ساعتونو پورې دوام درلود.په ټول سټيديم کې ګیرچاپیره سړي ، ښځې ، ماشومان او سپين روبي په ولولې سره د قرآني محفل آوریدونکي وو او په لاسونو کې ئې د ایران د اسلامی جمهوریت او فلسطین بیرغونه َرپوَل.
https://iqna.ir/fa/news/4207260