IQNA

د تلاؤت په یووالي کې د حامد شاکر نژاد او یوه پاکستاني قاری په زړه پورې ملتیا(فیلم)

10:36 - March 16, 2024
د خبر لمبر: 3488886
ایکنا- د ؛محفل ؛د ټيلیویژني پروګرام په دوهمه شپه ، د پاکستان یوه تکړه قاري او د ایران د نړیوال قاري حامد شاکرنژاد د فتح  مبارکې سورې د څو ایتونو په زړه پورې اندازه کې سره ګډ تلاؤت وکړ چې ډير انعکاس ئې درلودلی دی.

 

د تلاؤت په انداز کې د حامد شاکر نژاد او یوه پاکستاني قاری په زړه پورې سیالي(فیلم)

ایکنا- د ؛محفل ؛  د ټيلیویژني پروګرام په دوهمه شپه ، د پاکستان یوه تکړه قاري او د ایرا دنړیوال قاري حامد  شاکرنژاد د فتح  مبارکې سورې  د څو ایتونو  په زړه پورې اندازه کې  سره ګډ تلاؤت وکړ چې ډير انعکاس ئې درلودلی دی.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ؛محفل ؛ دوهم سپرکي  ټيلویزني پروګرام په دوهمه شپه چې د چارشنبې په مازدیګر د ایران د اسلامی جمهوریت  له دریم ټيلیویژنی چینل څخه خپور شو، یوه پاکستاني قاری د فتح مبارکې سورې  ۲۸ او ۲۹ آیتونه وړاندې کړل  او   د پروګرام کوربه  حامد شاکر نژاد  له هغه سره ددغې په زړه پورې  اجرا کې ملګرتیاوکړه چې یوه بله معنوي اوروحاني  اوولوناکه فضا ئې رامینځةکړه.

راغب په ؛مفردات؛ کې لیکي ؛منافسه؛د انسان د هڅې په معنا دی او د غوره اونامتو کسانو سره د شباهت  او له هغوي سره دیوځاي ک یدا لپاره  بې له دې چې  نورو ته کوم تاوان  وارد شي. د قرآن کریم دغو دواړو قاریانو په یو ځاي  او په سیالۍ سره د فتح سورې یو شمیر آیتونه قرائت کړل  

د فتح سورې ۲۸ او ۲۹ ایتونه او دهغو ژباړه.:

؛هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ شَهِيدًا ﴿۲۸

 او هغه هغه څوک دی چې پخپل  پیغمبر ئې  په سم او ریښتني دین سره دهدایت (په نیّت)  واستوؤ څو دا پر ټولو دینونو  بریالی کړي او د خداي ګواه شونه ډير غوره دی (۲۸)

 مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللَّهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ تَرَاهُمْ رُكَّعًا سُجَّدًا يَبْتَغُونَ فَضْلًا مِنَ اللَّهِ وَرِضْوَانًا سِيمَاهُمْ فِي وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذَلِكَ مَثَلُهُمْ فِي التَّوْرَاةِ وَمَثَلُهُمْ فِي الْإِنْجِيلِ كَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوَى عَلَى سُوقِهِ يُعْجِبُ الزُّرَّاعَ لِيَغِيظَ بِهِمُ الْكُفَّارَ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ مِنْهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا ﴿۲۹

 محمد (ص) دخداي پيغمبر دی او هغه کسان چې له هغه سره دي، پر کافرانو ډير سخت او  پخپلو کې سره ډير مهربان  دی .دوي په رکوع او سجوړ کې وینئ چې  دخدای  فضل او خوښي غواړي ، دد سجدو په دلیل د دوی (مشخصه ) نښه د د وي پر ټنډو ده او دا د دوي صفت دی   او په تورات او په انجیل کې د دوی په شان  راغلی دی چې خپلې غوټی راوټوکوي او وې روزي څو لوی شي او پخپلو څانګو او ریښو ودریږی  او  کروندګر حیران کړی څو د هغوي ډیر والی  کافران په قهر کړي . خدای  له هغوي هغه کسان چې ایمان ئې راوړی  او ښه کارونه ئې کړي دي ،د ډير لوي انعام او بخښنې  وعده ورکړې ه.(۲۹)

په ورپسې ویډیوئي کلیپ کې ددغې په زړه پورې منافسې او سیالۍ  او ملګرتیا یوه برخه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.
در ویدئوی زیر بخشی از این منافسه زیبا را مشاهده می‌کنید:

https://iqna.ir/fa/news/4205395

captcha