ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، د پاکستان خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني بیګا په ایکس ټولنیزه شبکه کښې په خپل رسمي اکاونټ باندې،د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت په سراوان سیمه کښې په یوې ترهګرې حملې کښې د ۹ پاکستانیانو له وژل کیدو څخه د خواشینۍ په څرګندولو سره زیاته کړه:دا کار د ایران او پاکستان د اړیکو د خرابولو لپاره د دواړو هیوادونو د ګډو دښمنانو یوه هڅه ده.
جیلاني د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره د ایران له حکومته وغوښتل چې په دغو پاکستاني ښاریزو باندې د حملې د عواملو خلاف لاس په کار شي.
په عین حال کښې د سیستان و بلوچستان ولایت د ولایت مقام امنیتي مرستیال علیرضا مرحمتي دغې بدې پیښې ته په اشارې سره چې پرون سهار د سراوان په سیرکان سیمه کښې رامینځته شوه، وویل: پولیس سمدستي سیمې ته ورسیدل او څیړنې ښودنه کوي چې په دې پيښه کښې ۹ تنه پاکستاني ښاریز مړه او درې نور زخمي شوي دي.
هغه د پيښې د زخمیانو له خولې وویل:درې وسله وال کسان د هغوي کور ته ورننوتل او ورباندې یې سختې ډزې وکړې او بیا له سیمې وتښتیدل.
ښاغلي مرحمتي همداشان د دغه ترهګر اقدام په غندلو سره څرګنده کړه چې د دې پيښې د جزئیاتو له څیړل کیدو وروسته به یې ټول عوامل معلوم او ونیوی شي.
همداشان په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر رضا امیري مقدم هم په دې خبرې سره چې د دواړو هیوادونو په ګډو پولو کښې وروستۍ پیښې د ګډو دښمنانو په تیره بیا د ترهګرۍ د بهیر د حسادت له امله دي، وویل: د دغه ډول اقداماتو د مخنیوي لپاره ضروري ده چې د تهران او اسلام آباد چارواکي په مختلفو سیاسي، پوځي او امنیتي سویو باندې خپلې صلاح مشورې زیاتې کړي.