IQNA

د مصر د قرآن دنړیوالو سیالیو قاضیان معرفي شول

15:04 - December 19, 2023
د خبر لمبر: 3488445
ایکنا-دمصر د اوقافو وزارت ددغه هیواد دقرآن کریم د نړیوالو سیالیو ددیرشم پړاؤ د څلورو داؤرانو یا قاضیانو نامې چې راتلونکي اونۍ به ترسره شي،اعلان کړې.

ایکنانیوز  د  الفجر له قوله راپور راکړ،د مصر د اوقافو وزیر محمد مختار جمعه د قرآن کریم د هغو نړیوالو سیالیو د دیرشم پړاؤ د څلورو قاضیانونامې اعلان کړې چې ددسمبر په ۲۳نیټه  د مصر دلوي  جومات په دارالقران او  ددغه هیوادپه اسلامی کلتوري مرکز کې ترسره کیږي.

له فلسطینه  تقي الدین مصطفی عبدالباسط التمیمی،له اردن څخه توفیق ابراهیم احمد ضمره،له چاډه ابکار ولرمدو،له سنګاله شیخ احمد الصغیر امبی به د مصر د قرآن  ددغو نړیوالو سیالیودیرشم پړاؤ د قاضیانو قضاؤت وکړي.

د قاهرې د قرآڼ د نړیوالو سیالیو دیرشم پړاؤ په داسې حال کې ترسره کیږي چې د سیالیو ددغه پړاؤ جایزې زیاتې شوي دي  او  ددغو سیالیو دغه پړاؤ د لومړي ځل لپاره  د مصر په ستر جومات کې د دغه هیوادد اسلامی کلتوری  مرکز په دارالقرآن کې ترسره کیږي چې د قاهرې په نوي اداري پلازمینې کې  کې جوړ شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4188763

captcha