IQNA

حضرت ابراهیم علیه السلام ،د نبیانو د روزنې روده/3

په روزڼې کې د کورنۍ اهمیّت

15:33 - June 08, 2023
د خبر لمبر: 3487447
ایکنا-(تهران) د  انسان د روزنې یو ترټولو مهم پلیټ فارم ،کورنۍ ده  چې حضرت ابراهیم (ع) پر خپلو بچیانو او مخاطبانو باندې د اغیزشیندنې لپاره ورته توجه کړې ده .

لکه څنګه چې کورنۍ د اجتماع یوه لومړنۍ برخه ده،د ټولنې د وګړو په تربیّت کې ځانګړی اهمیّت لري.هریو انسان په زیږیدا سره د ځان په باب لومړنۍ اجتماع ته یعني  کورنۍ ته واریدیږي. څرګنده ده، هغه اړیکې چې د کورنۍ غړي ئې پخپلو کې سره لري، له هغو مسئولیّتونو سره چې  په غاړه ئې اخلي ،  د شخصیّت په جوړولو   او دله ټولنې سره د هغوي دتعامل پرڅرنګوالي اغیزې شیندي.

د حضرت ابراهیم(ع) په تربیتي سیرت کې هغه لومړنۍ مولفه چې ترسترګو کیږي،کورنۍ ته د هغه بزرګوار ځانګړې توجه ده.قرآن کریم دحضرت ابراهیم(ع)د ژوند دوه برخې انځوروي چې هره یوه  ئې روزنیز اړخ لري.

په لومړنۍ برخې کې،ابراهیم هغه بچی دی چې خپل آکا، آزر په ګمراهۍ کې ویني  او په خیر غواړي لهجې سره هغه له ځيږو کارونو منع کوي.په دوهمې برخې کې ابراهیم هغه پلاردی چې خپلو بچیانو ته سپارښتنه کوي او په هغو ډیرو دعاګانو کې چې له هغه په قرآن کریم کې نقل شوي دي ،د خپلو بچیانو  عاقبت بخیري  غواړي.

1  د بچي په مقام کې ابراهیم؛  په دغې برخې کې  حضرت ابراهیم(ع) خپل آکا(ترۀ) له بت پرستئ او د شیطان له پیروئ منع کوي،خو هغه ځواب ورکوي،  «قَالَ أَرَاغِبٌ أَنتَ عَنْ ءَالِهَتىِ يَإِبْرَاهِيمُ لَئنِ لَّمْ تَنتَهِ لَأَرْجُمَنَّكَ وَ اهْجُرْنىِ مَلِيًّا؛  ائ ابراهیمه!آیا ته زما له معبودانو مخ آړوې ؟ که (له دغه کاره)لاس وانخلې نو سنګسار به دې کړم  او د اوږدې مودې لپاره  له  ما لیرې شه.

(دمریّم سوره-46)

البته حضرت ابراهیم(ع) ددې په ځاي چې  غوسه شي، یا  وغواړي  ورسره شخړې ته دوام ورکړي،په خیر غواړي لهجې سره  ئې ورته ووئيل؛ «قالَ سَلَامٌ عَلَيْكَ سَأَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبىّ إِنَّهُ كاَنَ بىِ حَفِي؛  سلام وي پرتا ، زه ډير زر د تا لپاره له خپل پروردګاره د بخښنې غوښته کوم ،ځکه هغه تل  پر ما ډیر مهربانه دی (مریم:47).په حقیقت کې ،ابراهیم د آزر د ګواښ او  تاؤتریخوالي په  مقابل کې مختلفه مقابله وکړه او هغه ته ئې د پروردګار له خوا د استغفار او  مغفرت د  غوښتنې وعده ورکړه.

2   حضرت ابراهیم د پلار په مقام :

حضرت ابراهیم علیه السلام  د پلار په توګه په  دوو برخو کې د خپلو بچیانو په نسبت ډير ځانګړی اهمیّت درلودلی دی

الف؛ د بچیانو د عاقبت بخیر شونې لپاره دعا، لکه څنګه چې  په قرآن کریم کې د ابراهیم(ع)   دعاګانې ووینئ، نو متوجه کیږئ چې د هغه د دعاګانو چورلیز خیر غواړی  دی  او جالبه دا چې  په دغو دعاګانو کې یوازې  دځان لپاره  خیر نه غواړي،بلکې  د خپلو بچیانو او نسل لپاره هم  له خدایه دغه خیر غواړي، او دغه ټکی د مونږ انسانانو لپاره یو تربیتي  برخه کیدلی شي، چې  د دعا کولو په وخت ، له خداي تعالی د خپلو بچیانو لپاهر  خیر وغواړو نه  یوازې د خپل ځان لپاره.

«رَبّ‏ اجْعَلْنىِ مُقِيمَ الصَّلَوةِ وَ مِن ذُرِّيَّتىِ رَبَّنَا وَ تَقَبَّلْ دُعَاء ؛ (ابراهیم ووئیل) ؛ ائ پروردګاره  ما د لمونځ قایمونکی وګرځوه،  او زما بچیان  هم همداسې کړې ،پروردګاره!د  ما دعا قبوله کړه (ابراهیم:40).

ب ؛ د عمر په وروستیو شیبو کې خپلو بچیانو ته  وصیّت کول؛؛

قرآن کریم د ابراهیم د وصیّت په نقلولو سره  ګواکې  غواړي ، انسانان له ابراهیم(ع) څخه په بیلګه اخستو سره تربیّت کړي چې تاسو یوازې  اوس د  خپلو بچیانو  مسئول نه یاست،د دوی دمعنوي ژوند په فکر کې هم شئ.

«وَ وَصىَ‏ بهِا إِبْرَاهِمُ بَنِيهِ وَ يَعْقُوبُ يَابَنىِ‏ إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَى‏ لَكُمُ الدِّينَ فَلَا تَمُوتُنَّ إِلَّا وَ أَنتُم مُّسْلِمُون ؛ و ابراهيم و يعقوب  (د عمر په وروستیو شیبو کې)، خپلو بچیانو ته په دغه دین  سره وصیّت وکړ :(  او خپل هر یوه بچي ته ئې ووئيل؛)زما بچیانو! خداوندمتعال  دغه پاک دین د تاسو لپاره ټاکلی دی ، او تاسو ،  د اسلام له دین پرته  (د خدای د فرمان په وړاندې  له تسلیمیدا پرته ) له دنیا څخه لاړ نشئ(بقره سوره -132آیت)

captcha