IQNA

په مدینې منورې کې د ایرانیانو لومړنۍ دعای کمیل ترسره شوه

10:06 - May 27, 2023
د خبر لمبر: 3487396
ایکنا-(تهران) په مدینې منورې کې د ایرانیو حاجیانو په شتون سره لومړني دعای کمیل په پنجشنبې شپې  د ایران د حاجیانو په دیره کیدونکي هوټل کې ترسره شوه.

ایکنا د حج د اطلاع رسونې د ویب سایټ له قوله راپور راکړو د وحي په ټاټوبي کې د ایرانیو حاجیانو پّ شتون سره چې د غبرګولې له دریمې نیټې مدینې منورې ته رسیدلي دي ،دغبرګولې په څلورمه یعني د پنجشنبې پهشپه  ئې د همدغه ښار په  یوه دیره کیدونکي هوټل کې ددعای کمیل روح بخښونکي اوعرفانی دستورې ترسره کړې.

د پیغمبر اکرم(ص) په ښار کې د ایرانیو حاجیانو په لومړنۍ دعای کمیل کې چې د قرآن کریم په تلاؤت سره پیل شوې ، د پیغمبر اکرم (ص)په شان کې په نعت خوانۍ او  دحضر فاطمة الزهرا سلام الله علیها په ثناءاو صفت کې  د اهل بیت علیهم السلام د یوه ذاکر حاج حمید رمضانپور په مداحۍ سره پیل او وروسته د دعای کمیل روح بخښونکي او معنوي دستورو دوام وکړ او ایرانیو حاجیانو  هم د حضرت امام علی علیه السلام مناجات زمزمه کړل.

په دغو دستورو کې چې په ؛در احمد السلام ؛هوټل کې ترسره شوې، او درهبرۍ  دبعثې  او دحج او زیاراتو څو مسئولانو  او دکاروانونو مدیرانو هم پکې شتون درلود،ایرانیو حاجیانو د وحي په ټاټوبي کې د یارب یارب  چغې پورته کړې.

داپه داسې حال کې دي چې د حج او زیاراتو په چارو کې د ولی فقیه استازي حجةالاسلام سید عبدالفتاح نواب پخپلو څرګندونو کې له دې مخکې وئيلي وو، له کوربه هیواده د مونږ غوښتنه داده  ده، هغه پروګرامونه چې  ددواړو هیوادونو داړیکو له غوڅيدا مخکې ترسره کیدل ،بیرته په هماغه بڼه ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4143563

captcha