حضرت آدم (ع) دبراهیمي دینونو دعقیدې په اساس ، د اوسنیو درستو انسانانو پلار دی د اسلامی روایتونو په اساس، آدم (ع) لومړنی انسان نه دی چې د مځکې پر مخ ئې ګام کیښوددلی ،بلکې له هغه مخکې هم داسې انسانان وو ، چې نسل ئې له مینځه تللی دی .اوسنی انسانان چې د حضرت آدم علیه السلام له نسله دي ،له مخکینیو انسانانو سره هیڅ ارتباط نه لري .
قرآن کریم ،آدم دخداي لومړنی غوره شوی معرفی کوي ،انَّ اللهَ اصطَفیَ آدَمَ وَنُوحاٌوَ آلِ ابراهیمَ(د آل عمران سوره آیت 33) او همداده چې مسلمانان کله غواړي ، د نبوت پيل او پاي وښئ،نو له آدمه تر خاتم :پورې عبادرت کاروي .په پيغمبرۍ د آدم لومړني غوره کیدا ښئ چې خداوندمتعال انسان هیڅکله هم له هدایت پرته یوازې نه دی پریښودلی . د ؛آدم؛ نامه دقرآن په نهو سورو کې 25 ځله راغلې ده . په قرآن او اسلامی روایتونو کې آدم د ابوالبشر(د انسان پلار)،خلیفة الله( دخداي جانشین) او د صفی الله(د خداي غوره شوی ) په څير په لقبونو اوصفتونو سره پيژندل شوی دی.
په یوه آیت کې د له خالصو خَټوڅخه د هغه پنځيدا ته اشاره شوې ده .؛وَلَقَد خَلَقناالاِنسانَ مِن سَلالهُ مِن طین :(مومنون سوره 12) . دغه راز په یوه بل آیت کې هم وئيل شوي دي ، چې انسان له يوې بدبودارې نطفې څخه پنځول شوی دی ؛وَلَقَد خَلَقنا الانسانَ مِنَ صَلصالِ مَنَ حّماء مَسنُون(الحجر-26)
دغه آیتونه په حقیقت کې د آدم د بدن د پنځیدا مختلفو مرحلو ته اشاره کوي . هغه په پيل کې خاوره ؤ، بیا د خَټې په شکل کې شو، وروسته په بدبودارې خَټې بدل شو ، بیا خټه سره واغښل شوه په نهایت کې د یوه وچ شوي جسم په شکل کې ښکاره شو.
پر دې اساس ، حضرت آدم علیه السلام ، د جسم او روح له دوو شیانو جوړ شوی دی : خداوند متعال لومړی د هغه جسم وپنځوه او بیا ئې په هغه کې خپل روح پوو کړ او هغه ئې ژوندی کړ . د انسان پنځیدا، په ترټولو ښه شکل کې ترسره شوې ده.
؛ لَقَد خلَقا الاِنسانَ فی اَحسَنِ تَقویم (د تین سوره -4) او انسان یوازینی موجود دی چې خداوندمتعال د هغه له پنځيدا وروسته ، ځان ته آفرین وئيلی او ځان ئې ستایلی دی ؛فَتَبارَکَ اللهُ اَحسَن الخالِقیَن: (مؤمنون-14)
د قرآن مجید په یوه آیت کې د حضرت عیسی مسیح علیه السلام د زیږیدا کیسه، د پنځیدا له پلوه ، د آدم د کیسي په څير بلل شوې ده ،؛ اِنَ مَثَلَ عیسیَ عِندَاللهِ کَمَثَلِ آدَمَ خَلَقةُ مِن تُرَابِ ثُمَ قَالَ لَهُ کُن فَیَکُون (د آل عمران سوره-59 )