IQNA

د قاهرې د کتاب په نندارتون کې په ګلدوزي شوو آیتونو سره لومړنی مصحف نندارې ته وړاندې شو

17:28 - February 03, 2022
د خبر لمبر: 3485362
تهران(ایکنا) -  د سورئې  د یوه هنرمند  په ټوکر باندې په  ګلدوزي شوو آیتونو سره لیکل شوی لومړنی اثر د قارې د کتاب په نندارتون کې  نندارې ته وړاندې  شوی دی .

ایکناخبری آژانس د القاهره ۲۴ له  قوله راپور راکړ ، په ترکیې کې دیره د سورئې یوه هنرمند محمد ماهر حاضری په ټوکر یا کپړې باندې په ګلدوزي شوو آیتونو سره پر مصحف  خپل کار په ۲۰۰۰کال کې پیل کړ  او د هغه په وینا دغه اثر بشپړتیا  تر دولسو کلونو پورې وخت واخست .

دخوش اخلاقه  هنرمند  چې په ځانګړو وړتیاؤ سره ئې د قاهرې د نندارتون د نندارچیانو نظر ځان ته جلب  کړی ، دغه حرفه وي کار ئې په خیاطي یا دلاس په مشین سره ترسره کړی او د قرآن کریم آیتونه ئې په طلائي  ، او نقره اي تارونو سره ګلدوزي کړي .

محمد ماهر حاضری وائي ، چې دغه مصحف په دولسو ټوکو او د عثمان طه په رسم الخط سره  برابر شوی او  اتیا سینټي میټر اوږد او شپیته سینټي میټر پلَن  او  وزن ئې هم دوه سوه کلوګرامه دی او هر ټوک  دوه نیم  جزه  یا سپارې لري .

د سورئې دغه هنرمند تر دې دمه خپل آثار د ایران، سورئې ، لبنان، کویت ، متحده عربی امارات ، قطر  او سږکال  هم په قاهرې کې په نړیوال نمایشګاه کې نندارې ته وړاندې کړی دی .

د قاهرې د کتاب دغه نړیوال نندارتون د جنورۍ په ۲۴پيل شوی او د فرورۍ تر اوه مې نیټې پورې به دوام ولري .  او په دغه نندارتون کې  دنړۍ له یوپنځوس هیوادونو  کابو یو زر درې شپيته ناشرانو  خپل آثار په پنځو هالونو کې نندارې ته وړانډې کړي دي .

 

 

https://iqna.ir/fa/news/4033572/%D9

captcha