قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د کشمیر د پېوستون ورځ هر کال د فرورۍ په پینځمه نېټه په بهر هېوادونو کښې د دغه هېواد په سفارتخانو او د نمائندګۍ په دفترونو کښې جوړیږی.
دغه مراسم نن د پاکستان د ولسمشر او وزیراعظم د بیانیو په لوستلو او په تهران کښې د اسلام آباد د سفیر په وېنا سره ترسره شول.
په تهران کښې د اسلام آباد سفیر آصف علی خان درانی په دغو مراسمو کښې وویل: د کشمیر د پېوستون ورځ د کشمیر د مېړنو خلقو د بې شمېره قربانیو د احترام ورځ ده.
هند او پاکستان له ۱۹۴۷ کال راهسې د کشمیر د مالکیت په سر اختلاف لری او تر اوسه یې سر دوه ځل جنګونه شوی دی. د کشمیر په سر د هند او پاکستان لانجه په داسې حال کښې ده چې د کشمیر خلق د دغې سیمې د برخلیک د ټاکلو لپاره د رېفرېنډم د جوړولو په باره کښې د ملګرو ملتو د امنیت د شورا د پرېکړلیک د اجرا غوښتونکی دی.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i64965