ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د ادارې د قرآني ډیپلماسۍ د مرکز مشر وویل: د یوه منظم جوړښت اړتیا شته څو د هیواد ټول قرآني ظرفیتونه او مرکزونه د اسلامي نړئ لپاره ښې او خوښې پایلې وړاندې کړي. همدارنګه، د اسلامي نړۍ یوه ستونزه دا ده چې دښمنان د تفرقې اچوونکو عواملو په مرسته د اسلامي نړۍ انرژي ناسم لوري ته بیائي. نو، د قرآن کریم د مفاهیمو پر اساس مونږ دا دسیسې شنډولی او دا لوړ ظرفیت د یوه نړیوال قرآني پارلمان په بڼه تنظیمولی شو.
05:25 , 2025 Sep 01