ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړ،د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرا بلوچ په اسلام اباد کې پخپل اونیز خبری کنفرانس کې ووئيل، پاکستان د ایران د اسلامی جمهوریت د و لسمشر ابراهیم ریئسي راتلونکي سفرته مخ په وړاندې نظر لري او مونږ د خپل محترم میلمه تاؤده هرکلي ته کلک هوډ لرو.
هغې ووئيل، مونږ به پاکستان ته د آیت الله ریئسي د سفر تاریخ او پروګرامونه وروسته اعلان کړو. میرمن ممتاززهرا د سیمې د حالاتو په باب هم ووئيل، مونږ په مینځني ختیځ سیمې کې د تاؤتریخوالي دفوري ختمیدا او په غزې کې د اسرائيلو دجنایتونو ددریدا لپاره د نړیوالې ټولنې د اغیزشیندونکي اقدام غوښتونکي یوو.
هغې په ایران کې د چاودنو دغړ د آوریدل کیدا په پاب له ځينو راپورونو سره د اړونده پوښتنو په ځواب کې ووئيل،مونږ دحالاتو په سنجولو بوخت یوو او د لاروښانه اطلاعاتو د ترلاسه کیدا په بڼه کې به دریځ غوره کړو.
د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې د پاکستان له خوا په دمشق کې د ایران د کسنولګرۍ باندې دسارائيلو د تیریو د محکومیّت په یادونې سره ووئيل،د اسرائيلو غیرمسئولانه او بې پروا اقدامات په تیره به د ایران په کونسلګرۍ تیریو په سیمې کې تاؤتریخوالي اوج ته رسیولي دي،نو ځکه مونږ د تاؤتریخوالو دفوري ختمیدا غوښتونکي یوو.
هغې ټينګار وکړ،پاکستان همداراز په غزې کې د فوری اوربند،د اسرائيلو دحملو دختمیدا او د غړې تړانګې دکلابندۍ د پاي او دغزې مظلومو خلکو ته دانسان دوستۍ دمرستو د بې ځنډه لیږدولو غوښتونکی دی.
میرمن ممتاز زهرا د ملګروملتو امنیت شورا ته په خطاب کې ووئيل، ددغې مرجع اونړیوال اورګان غړي باید خپل مسئولیّت ته پابنده ووسي او اسرائيل دفلسطینیانو د نسل وژنې او په سیمې کې د تیریو په دلیل ځواب ووائي.