ایکنانیوز د ولسمشرۍ د ماڼۍ د اطلاع رسونې دبرخې له قوله راپور راکوي، د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون ناوخته د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په ټيلیفوني خبرو کې په سورئې کې د ایران د سفارت په کنسولي برخې په حملې کې د تیریګر صهیونیسټي رژیم تیریګر اقدام ته په ځواب کې د ایران د اسلامی جمهوریت دروا دفاع په وړاندې د روسیې د حکومت رغنده او اصولي دریځ په قدرونې سره ، دغه ترهه ګراقدام د ویانا کنونشن او د نړیوالې سولې په ضد د ګواښ کیدا پشمول د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزي وبلله .
د اسلامی ایران ولسمشر په دغو خبرو کې روښانه کړه ، په سورئې کې د ایران په کنسولي ودانۍ په حملې کې د صهیونیسټي رژيم له تیریګر اقدام سره په چلند کې د ملګروملتو اوامنیت شورا پشمول د نړیوالو اورګانونو بې عملي او ناکارندوالی او د امریکا او ځينو لویدیځي هیوادونو ورانکار رول سبب شو ، د ایران اسلامی جمهوریت د ملګروملتو د منشور د ۵۱مادې په اساس د خپلې روا دفاع د حق د اعمالولو په لړ کې د هغو مرکزونو په ضد چې دایران په خلاف ئې شرارت کړی ؤ ، یو لړ عملیات پلان او اجرا کړي.
هغه د ملګروملتو په امنیت شورا کې د امریکا او ځينو لویدیځي ه یوادونو د دسیسو د شنډولو لپاهر د روسیې د حکومت د ډيپلوماټيکو هڅو په قدرونې سره روښانه کړه ، هغو هیوادونو ته چې د صهونیسټي رژيم له جنایتونو سره په مخامخیدا کې په دوه ګوڼي چلند سره ،په سیمې کې د تآؤتریخوالو په زیاتیدا اندیښنه څرګندوي ، سپارښتنه کیږي، د سیمې د ثبات او امنیت د ساتلو لپاره د فلسطین د مظلوم ولس په ضد د و حشي صهیونیسټانو له وحشي توبه ډکو جنایتونو او نسل وژنې څخه له خپل ملاتړه لاس واخلي .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم په دغو خبرو کې ووئیل، هغه څه چې د ایران د اسلامی جمهوریت له خوا د صهیونیسټ رژیم دجنایتکار اقدام په ځواب کې او د امنیت شورا د منزوي کیدا په سیوري کې رامینځة شوي ، د ایران د رهبرانو د عقلانیّت او پوهې ځلا او د تیریګرو د رټلو او سزا کولو لپاره ترټولو ښه روده وه .
د روسیې ولسمشر په سیمې کې د تاؤتریخوالو په رامینځةکولو کې د امریکا او ځینو لویدیځي هیوادونو په چلنندن په سختو نیوکو سره روښانه کړه ، د ایران اسلامی جمهوریت په سیمې کې د امنیت او ثبات یوه اصلي ستنې ده .
د ایران او روسیې ولمسشرانو همدرااز په مختلفو تجارتي ، امنیتي ، انرژۍ ، ټرانسپورټي او ټيکنالوجیکي حوزو کې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ د ترټولو وروستي وضعیّت په ارزولو سره ددواړو هیوادونو ترمینځ د شوو موافقو او تفاهمونو په اجرا کې په چټکتیا او د ملګرتیاؤ په پراختیا ټينګار وکړ.