IQNA

داعش تکفیری ډله هم شیعیان او هم سنیان خپل دښمنان ګڼي

14:42 - February 05, 2024
د خبر لمبر: 3488678
ایکنا- داهل بیت (ع) دنړیوالې ټولنې کلتوري مرستیال په یولړڅرګندونو کې ووئيل، د اهل تسنن  اصلي پيروکار له دغو تکفیری ترهه ګرو ډلو سره سخت مخالف دي او  له دوي سره ښه  رویّه نه لري او دوي بدعت کونکي او منحرف ګڼي ، داعش  د اهل سنت صوفیان مشرک ګڼي،په هماغه اندازه چې شیعیان مشرک ګڼي او که قدرت ترلاسه کړي ،نو له دوي سره به یو شان چلند وکړي.

داعش د نړیوال استکبار یوه روزل شوي او لاسپوڅي ډلې په توګه د اسلامي امتونو په ترمینځ د تفرقې او درز درامینځةکولو لپاره  په تیره بیا په وروستیو کلونو کې  په یوې ښکارندې او بوږنونکي بلا بدله شوې ده او د دوي د نیابتي جنګونو لپاره یو آوزار شوې ده.  

ایکنانیوز  په دې باب د اهل بیت(ع)دنړیوالې ټولنې د کلتوري مرستیال حجةالاسلام مهدي فرمانیان  سره  چې د پوهنتون یو استاد او د مذهبونو او فرقو د بحثونو متخصص  هم دی  خبرې کړي دي چې ستاسو خدمت ته ئې هم ځيني برخې وړاندې کوو.

د ایکنا نیوز خبریال له حجةالاسلام مهدي فرمانیان څخه  وپوښتل،کوم عوامل سبب کیږي چې  د مسلمانۍ ادعا کوي او یو شمیر نور بې ګناه مسلمانان وژني،  هغه هم په داسې حال کې  چې په ځان پورې چاودیدونکي توکي وتړي  او پوهیږي، چې  ووژل به شي؟ هغه  په ځواب کې ووئيل،  له بده مرغه کابو له ۱۹۶۰کال څخه په دې خوا  په اسلامی نړۍ کې ځیني ډلې ټپلې پيدا شوي دي  او د ځينو آیتونو او روایتونو  څخه د قرآن  نورو آیتونو ته په بې پامۍ سره او د غلطو اخستونونو روایتونو  او د خپلې سطحې روایتونو ته ئې مخه کړې ده ، د قرآن کریم په تعبیر؛ نؤمن ببعض و نکفر ببعض».  دغه شان آیتونه  د قرآن د نورو ډيرو آیتونو ناسخ معرفي کوي  چې یو ډول په رحمانیّت ،رحمت، عطوفت، سولې او ګډ ژوند ټينګار کوي.  دغه افراطي ډلې ټپلې  ځينو نورو هغو آیتونو ته چې د مکې له فتح وروسته نازل شوي دي ،لکه ،؛ وَاقْتُلُوهُمْ حَيْثُ ثَقِفْتُمُوهُمْ وَأَخْرِجُوهُمْ مِنْ حَيْثُ أَخْرَجُوكُمْ ۚ وَالْفِتْنَةُ أَشَدُّ مِنَ الْقَتْلِ ۚ وَلَا تُقَاتِلُوهُمْ عِنْدَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ حَتَّىٰ يُقَاتِلُوكُمْ فِيهِ ۖ فَإِنْ قَاتَلُوكُمْ فَاقْتُلُوهُمْ ۗ كَذَٰلِكَ جَزَاءُ الْكَافِرِينَ؛ یا «وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ ۙ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنْتَهُونَ»  استناد کوي او دا د ؛ لَا إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَدْ تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَنْ يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِنْ بِاللَّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى لَا انْفِصَامَ لَهَا وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ،  په څير د آیتونو ناصح او یا  په عهد د وفا آیت په څير ،یعني له ژمنو کسانو سره ټينګ پخپلې ژمنې ودریږئ یا له هغو کسانو سره وجنګیږئ  چې پر تاسو ظلم کوي، ناسح ګڼي.  او له خپل ځان پرته نور شعیان او سنیان  یهودیان ګڼي  او وائي چې باید دوي ووژل شي،ځکه  دا کار د داخلی منافقانو له مینځه وړل دي . ایکنا نیوز خبریال بیا د یوې بلې پوښتنې په ځو اب کې هم حجةالاسلام مهدي فرنیان ووئيل،  اهل تسنن  له دغو افراطي او منحرفو ډلو ټپلو سره مخالف دي او ښه چلند ورسره نه لری  او دوي بدعت کونکي او غړیدلي ګڼي ،داعش  ډله  د تصوف  سنیان  مشرک ګڼي  اوپه هماغه اندازه لکه چې اهل تشیع مشرک ګڼي  اوکه قدرت ترلاسه کړي ، نو دوي سره به یو شان چلند وکړي. په سورئې کې  زیاتره  قبرونه او زیارتونه او حتی قبې  ئې چې ړنګې کړي دي ، د اهل سنت صوفیانو دي  او  د شیعیانو  زیارتځایونه او قبرونه ئې هم ړنګ کړي دي  او له اهل سنت څخه ئې ډير زیات کسان وژلي دي. نو ځکه اهل تسنن هم له دغو منحرفو ډلو سره سخت مخالفت کوي او  الازهر هم وروستیو شپیتو کلونو کې ددغو افراطي ډلو په ضد  څه دپاسه  نهه لکه فتواګانې او اعلامیې صادرې کړي دي الازهر همداراز د تکفیریّت ضد مرکز  جوړ کړی دی او  جالبه دا  چې داعش نه یوازې اهل سنت بلکې  وهابیّت او آل سعود هم طاغوت ګڼي،طالبان مشرک ګڼي،سره له دې چې  له دوي سره له فکري نظره ډير نزدې دي. البته  په افسوس سره  دوی د نن سبا دوران خوارج ګڼل کیدلی شي  چې  انسان وژني  هغه هم په دې خیال سره چې په دغه کار سره به دوي جنت ته لاړ شي او دا  کار به ئې جنت ته بوځي  او دا کار د خداي تعالی د رضایت لپاره  کوي. 

 هغه په دوام کې ووئيل، زما په اند ،په امریکا او اروپائي  هیوادونو کې له اسلامه د ویرونې پروسه  په دا وروستیو کلونو کې نه یوازې کمه شوې نه ده وبلکې زیاته شوې هم ده  او دلیل ئې هم روښانه دی ، هرڅومره  په نړۍ کې د اسلام وده زیاتیږي  او د مسلمانانو شمیر لا زیاتیږي،  اوپه نړۍ کې  هرڅومره سیاسی اسلام وده کوي،نو په لویدیځ او امریکا کې به په هماغه  اندازه له اسلامه د ویرونې پروسه هم  لازیاته شي ،ځکه  احساس  کوي، چې  هغه اسلام چې وده کوي ،د دوي مزاحم دی او داستکبار او لویدیځي مشران اور هبري  ئې نه مني ، ځکه چې د دوي  برلاسی چیلنج کوي،نو ځکه دغه پروسه لاپسې زیاتوي ،همدغه طوفان الاقصی عملیات  که څه هم سبب شوي په سلګونو بلکې په زرګونو کسان  قرآن او اسلام ته مخه کړي ،خو  له بل پلوه  هم لویدیځي رسندویو په تیرو څه دپاسه سلو شپو ورځو کې  د  اسلام او د سیاسی اسلام د تفکر په ضد څه کمې پروپیګنډې نه دي کړي ،نو ځکه وایم چې له اسلامه ویرونه نه یوازې کمه شوې  نه ده ،بلکې لازیاتې شوې هم ده  او په راتلونکي کې به نوره هم زیاته شي او رسندوئي او پروپیګنډيز یرغلونه به نوره هم زیات شي،نو په دغه شان حالاتو کې د اسلامی امت یووالی او اتحاد د تیر وخت په څير زیات اړین دی او  دغه داعش په څير ډلې ټپلې په همدې خاطر راپنځول شوي دي چې د اسلامی امت د اتحاد او یووالي او انسجام مخه ونیسي.

https://iqna.ir/fa/news/4196103

 

captcha