ایکنانیوز= د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د لمانځه ددیرشمې عمومي غونډې ته یو پیغام لیږلی چې په دې ډول دی.
بسم الله الرحمن الرحیم
والحمدلله رب العالمین و صلی الله علی محمد و آله الطاهرین سیما بقیةالله فیالعالمین ارواحنا فداه
د لمانځه دترسره کولو او د نیک او مبارک سنت پر دوام د خداوندمتعال شکر او مننه کوو، او له روڼ اندی او مجاهد عالم حجةالاسلام قرائتي څخه چې ددغه برکتناک حرکت بنسټګر دی دزړه له کومې مننه کوم .
لمونځ د مسلمانې ټولنې اووګړي په روانو اړتیاؤ کې نشي شمیرل کیدلی. دغه لویه فریضه له دغو اړتیاؤ ورآخوا رول پنځوي . دا باید د انسان د بدن لپاره د روح یا هماغه دانسان له نورو مادي اړتیاؤ سره په پرتله کې دهوا په څیر وبلل شي. دا چې د ټولو خداي عبادتونو او خدماتو منل کیدا د لمانځه له منل کیدا سره تړلي دي ، او دا چې دلمانځه امر او ورباندې کلکه دریدا له پيغمبره غوښتل شوي ، او دا چې لمونځ د صالحانو په حاکمیّت کې لومړنی لازمه بلل شوې ده او دا چې د لمانځه قایمول او په قرآن کې ورباندې له بل واجبه زیات تکرار شوی دی ،ټول ،د دغې الهي فریضې د بې مثاله ځائيګي دلیل دی.
په زلمی او ځوان نسل کې د لمانځه دودول ، ددغه الهی نعمت د پراختیا او د هغه په غوره ځائيګي کې د راوستوکِلی ده. له کورنۍ څخه رانیولې تر ښونځي او تر پوهنتون پورې او د ورزش تر چاپیریالونو پورې او دغه راز په ښونځیو او پوهنتونونو کې کې تردیني عالمانو پورې او په جوماتونو کې تر بسیجی ټولنو پورې او اود بسیجیانو ترټولو یونټونو پورې او دغه راز تر جهادی ډلو او جهادی کارونو دټولګو او پورې له زلمیانو او ځوانانو سره د اړونده کارونو چاروال ااو مسئولان باید ځانونه ؛ اقیموا الصلاة وګڼي ، د نوي نسل لپاره د لمانځه د زده کولو او ترسره کولو او هغو د کیفیّت دلوړولو لارې چارې برابرې کړي. لمانځه ته ،جومات ته ، د زړه په شتون سره ، دلمانځه پر معنا په توجه سره ، د لمانځه د احکامو پوهیدا ته ، جاذبه وبخښي او په حقیقي معنا لمونځ قایم کړي . له خداوندمتعال څخه د ټولو د توفیقاتو د زیاتولو غوښتونکی یم .
سیدعلی خامنهای
۱۵/دی ماه/۱۴۰۲