IQNA

د الجزایر د قرآن انټرنیټي نړیوالو سیالیو نهائي مرحله نن پاي ته رسیږي

7:51 - December 18, 2023
د خبر لمبر: 3488438
ایکنا- د االجزایر د قرآڼ مجازي نړیوالو سیالیو دلومړني  پړاؤ نهائي مرحله د لیندۍ په ۲۵د ۷۰سیالانو په ګډون سره پیل شوې ده.

ایکنا نیوز د الشروق خبری سایټ له قوله راپور راکړ،دغه سیالۍ ؛ له تاسیسه تر پراختیا پورې  دالجزایر د قرآن الیکټرانیک زده کړې؛نومې شعاار  او ددغه هیواد دله لیرې د قرآن کریم د زده کړې دملی کنفرانس د لومړنیو فعالیتونو په چوکاټ کې د ترسره کیدا په حال کې دي.

دالجزایر ددیني چارو او اوقافو وزیر یوسف بلمهدی  په دې اړه په خپلې وینا کې ووئيل، ددغو سیالیو په مقدماتي مرحلې کې دګډون کونکو شمیر  چې په خپل ډول  کې په لومړي ځل ترسره کیږي،د ګډون کونکو شمیر  له نولسو هیوادونو څخه ۸۰۰ کسانو ته ورسید چې له هغو څخه  د تیونس ،لیبیا،آسټریلیا او انګلستان هیوادونو سیالي کونکو ته اشاره کولی شو.

هغه ووئيل، دغه ۸۰۰ګډون کونکي د مختلفو ملیّتونو کسان وو، تر دوو میاشتو مودې پورې ئې د الجزایر د قرآن الیکټرانیک زده کړې د  پلیټ فارم(مقراةالحزایرة الالکترونیة) له لارې او له لیرې  څخه ئې په دغو سیالیو کې ګډون وکړ.

بلمهدي ووئيل، ګډون کونکو په مجازي بڼه  او د ټول قرآن، نیم قرآن  د حفظ په مختلفو څانګو کې  سره سیالۍ کوي  چې برلاسه کسان  به  د لیندۍ په اوویشتمه نیټه په یولړ دستورو کې معرفي شي.د الجزایر ددینی چارو او اوقافو د وزیر په وینا ددغه هیواد دقرآن الیکټرانیک زده کړو پلیټ فارم په ۲۰۲۰ کال کې  او د کرونائي بحران دخوریدا په شرائطو کې  د د مینه والو لپاره د  الهی کلام  د تجوید ،ترتیل د احکامو  او د قرآڼ د حفظ دزده کړې په موخې سره پرانیستل شو او همدااوس  ددغه پلیټ فارم له لارې په مجازی بڼه  د مختلفو ملیّتونو  کابو دیرش زره کسان د قرآن په یادونې او د هغه داحکامو په زدکونې بوخت دي.

https://iqna.ir/fa/news/4188429

captcha