IQNA

د افغانستان داهل تشیَّع عالمانو د ترور له عواملو سره دې طالبان پریکنده چلند وکړي

15:37 - December 13, 2023
د خبر لمبر: 3488415
ایکنا-د افغانستان د دینی چارو تکړه کارپوه حجةالاسلام  سید حسینی مزادري په دې اند دی چې دافغانستان د شیعه عالمانو له وژلو څخه د ترهه ګرو موخه د مذهبی اختلافاتو پراخول دي او طالبان باید ددغه هیواد داهل تشیّع دامنیت دتامینولو لپاره دترهه ګرو حملو له عاملانو سره پریکنده چلند وکړي.  

\ایکنانیوز راپور راکړ، په وروستیو میاشتو کې دافغانستان له اهل  تشیَع دینی عالمانو او عامو وګړو باندې دهدفمنو حملو زیاتیدا د افغانستان په شیعیانو کې ډيرې اندیښنې راپورته کړي دي.

یوازې په تیرې میاشتې کې د افغانستان په هرات ولایت کې په دوو جلاجلا ترهه ګرو حملو کې  داهل تشیّع څلور دیني عالمان او څلور میرمنې شهیدانې شوي دي .

دافغانستان دطالبانو  امنیتی چارواکي  وائي  چې ناپيژاندو وسلوالو کسانو دغه جنایتونه کړي دي ،خو ددغو ترورونومسئولیّت چا په غاړه نه دی اخستی ،البته ځينو سرچینو وئيلي دي ،چې ددغو جنایتونو پړه داعشی تکفیریانو په غاړه اخستې  ده.

له دې مخکې هم په افغانستان کې دزیاتره جنایتونو مسئولیّت چې په سلګونو لمونځ ګوزار او نوره بې ګناه شیعیان پکې شهیدان او ټپیان شوي دي ،داعشی تکفیریانو په غاړه اخستی دی  

 د افغانستان داهل تشیّع زیاتره فعالان د طالبانو حکومت په دغه هیواد کې داهل تشیّع د امنیت په ټينګولو کې په بې وسۍ تورنوي.ډیری شیعیان پّ دې اند دي چې په افغانستان کې واک ته د طالبانو بیرته په واکمنیدا سره   امنیتي وضعیّت لابدتر شوی دی  او هره ورځ شیعیان ټارګټ کیږي  او  د دوي د امنیت دتامینولو لپاره کومه مرجع اورګان هم نشته ، طالبانو هم تر اوسه پورې په دې لړ کې کوم اغیزشیندونکی کار نه دی کړی او  دوي پخپله  دهزارګانو او درستو شیعیانو  په وژلې تورن او یا هم ددوي له ترور سره پخلا  دي.

د افغانستان  په لویدیځ کې د هرات دشیعه عالمانو د شورا مشر محمد مطهري  په همداوروستیو کې وئيلي دي ، چې د شیعیانو په تیره بیاد دینی عالمانو په ضد په وروستیو ترهه ګرو حملو پسې طالب چاروکو ډاډ ورکړی دی  چې د دوي د امنیت دتامینولو لپاره به لا جدي تدبیرونه غوره کړي. هغه زیاته کړې ده،طالب چارواکو  ژمنه ورکړې چې دهرات ولایت شیعه عالمانو ته به امنیتی ګارډ او وسلې ورکړي.  

 دافغانستنا دیرش فیصده آبادي اهل تشیَع وکړي دي  او د ۲۰۲۱کال داګست په ۱۵ نیټه  د طالبانو بیرته قدرت ته له رسیدا وروسته داهل تشیّع مشرانو او سپين روبو د هیواد دمصلحت په نظر کې په ینولو او د حالاتو په تحلیلولو سره  د طالبانو له حکومت سره دتعامل اوخبرواترو  لاره خپله کړه. چې د طالبانو د حاکمیّت په ساتن کې د تعامل دغه رول  نه انکاریدونکی دی . بې شکه دغه وضعیّت د ډيرو بهیرونو لپاره خوښ نه دی او ممکنه ده د شیعیانو په تیره بیا ددینی عالمانو په ضد دترهه ګرو حملو یوه اصلي انګیزه  د طالبانو له حکومت سره په تعامل کې  د شیعیانو په عمومی سیاست کې دبدلون  رامینځةکول  وي.دداسې عواملو معلومول او سزا کول باید داوسني حکومت اړونده  او مسئولې ادارې  ولټوی او په محکمو کې ئې  ودروي.

د افغانستنا  داهل تشیع یوه دینی عالم او دتبیان  دټولنیز کلتوری فعالیتونو دمرکز مشر حجةالاسلام سید عیسی حسینی مزاري  له ایکنا  خبری اژانس سره په خصوصي مرکې کې په افغانستان کې د اهل تشیَع  د عالمانو او شخصیّتونو دترو د عاملانو د انګیزې په باب ووظیل،  له بده مرغه په افغانستان کې ترورونه پّ تیره بیا په هرات ولایت کې  په جمهوری دوران کې زیاتې وې ،البته  د طالبانو دحکومت په پړاؤ کې که څه هم په اوڅاره توګه کمې شوي دي خو تراوسه پورې د ترورونو شاهدان یوو. مزاري زیاته کړې ده ،په هرات کې وروستي ترورونه چې یو شمیر شیعه عالمان ئې ټارګټ کړي دي ،خاصې موخې تعقیبوي.

هغه په دوام کې ووظیل، له دغو ترورونو څخه لومړۍ موخه  په ټولنې کې  مذهبی اختلافاتو ته لمن وهل دي او غواړي داسې وبریښوي چې ګواکې  ددغوترورونو تر شا اهل سنت دي. دوهمه موخه   د افغانستان دشیعیانو او دطالبانود حکومت ترمینځ  داختلاف رامینځةکول دي دوي غواړي، دا تصوّر رامینځةکړي چې د طالبانو حکومت هیڅکله د شیعیانو لپاره کوم ځائيګی ته قایل نه دي، په داسې حال کې چې د طالبانو د حکومت له هماغه پیلیدا راهسې  له شیعیانو سره ددوي چلند ډير ښه اوانساني دی.

هغه په دوام کې ووئيل، ترااوسه پورې د افغانستان په شیعیانو باندې د طالب چارواکو له خوا کوم خاص دباؤ نه دی اچول شوی، خو مخالفان هڅه کوي، شیعیان اړباسي ، چې طالبان له تاسو سره نه دي القاء کوي چې د طالب حکومت چارواکي ددغو ترروونو ترشا دي.

حجةالاسلام مزاري ددغو جنایتونو دعاملانو دنورو موخو په باب زیاته کړې ده ،ترهه ګر ګمان کوي  چې که دشیعیانو ترور ته دوام ورکړي ،نو  دایران اسلامی جمهوریت هم ممکنه ده  له طالبانو سره پخپلو اړیکو بیا کتنه وکړي، دې ته په پام سره چې هرات ولایت  هم له ایران  سره همپوله دی   دترهه ګرو تمرکز پر هرات ولایت باندې دی څو د ایران اوافغانستان اړیکې خرابې شي.

https://iqna.ir/fa/news/4187279

captcha