IQNA

د افغانستان د طالبانو لوړپوړی پلاوی چین ته تللی دی

15:18 - October 03, 2023
د خبر لمبر: 3488052
ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانود بهرني سیاست د چارو د وزارت سرپرست امیر خان متقي په سرپرستۍ کې د  افغان طالب حکومت یو لوړپوړی پلاوی د چین په رسمي بلنې سره بیجینګ ته په سفر تللی دی.

ایکنانیوزد تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان دطالبانو د موقته حکومت دخارجه وزارت د سرپرست امیر خان متقي په مشرۍ یولوړروتبه پلاوی په چین کې  په شی ژانک صوبې کې په یوې غونډې کې د ګډون لپاره په رسمي بلنې سره  دغه هیواد ته تللی دی.

دافغانستان د موقته حکومت د اقتصادي چارو د وزارت مرستیال عبداللطیف نظري او د کابل یو شمیر نور چارواکي هم  په دغه پلاوي کې شتون لري.

د چین دفاع وزیر لي شانګفو څه مودې مخکې وئيلي  وو ، دبیجینګ حکمت  به د افغانستان په داخلی چارو کې له کومو لاسوهنو پرته   ددغه هیواد  دثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

هغه وئيلي  وو چین  د افغانستان د مشکلاتو دحل لپاره په نړیواله سویه غږملتیا پیل کړې ده او په همدې خاطر پخپل کوربتوب  ځيني غونډې جوړوي اویا په دغه شان غونډو کې  ګډون کوي.

داپه داسې حال کې دي چې د امریکا په مشرۍ  ځيني لویدیځي هیوادونو د افغانستان په ضد اقتصادي بندیزونو ته هماغه راز دوام  ورکړی دی او ددغه هیواد دخلکو ژوند ئې له شل کلن نیواک وروسته  بیاهم هماغه راز ترینګلی کړی دی.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/07/11/2965635

captcha