IQNA

د وحدت اونۍ د مسلمانانو ترمینځ د وحدت او ورورولۍ بیلګه ده

16:38 - September 30, 2023
د خبر لمبر: 3488032
ایکنا-(تهران) د ګانا افریایقائي هیواد د اهل سنت یو لوی دیني عالم ووئيل،د اسلامی انقلاب د معظم لارښود حضرت آیت الله.العظمی سید علی خامنه اي په رهبرۍ اسلامی وحدت د ستاینې وړ دی او د  مسلمانانو ترمینځ د وحدت او یووالی بیلګه  دی.

ایکنانیوز د ایران پریس له قوله راپور راکړ،د ګانا افریقائي هیواد د اسلامی غورځنګ رهبر او د اهل سنت یو مشهورعالم محمد کاشیف اسرارپه آکرا کې د ایران پریس خبری آژانس  له خبریال سره په خبرو کې د مسلمانانو په ضد  مختلفو دسیسو ته په پام سره  داسلامی وحدت او یووالی  داهمیّت په باب  ددې خبرې په کولو سره روښانه کړه، مسلمانان باید په قرآن کریم کې د مشترکو موخو په چوکاټ کې  ملګرتیا وکړي.

 په ګانا هیواد کې د اهل سنت دغه لوی دینی عالم  زیاته کړې ده،مسلمانان په اتحاد اویووالي سریه قدرتمند اوپیاوړي کیږي او په دغه شان شرائطو کې له دښمنانو سره د مبارزې کلک توان لري. 

محمد کاشیف اسرار ووئيل،  مسلمانان د اسلام د ګران پیغمبر، قرآن کریم او واحدې قبلې په شان   مشترکات لري او دغه مشترکات د یووالي او پيوند دپیاوړتیا لپاره  کافی دي او  مسلمانان له کومې فرقې او مذهب ورآخوا باید یوواحد اویو موټی امت شي.

د اهل تسنن دغه دیني عالم  همداراز په ځينو اروپائي هیوادونو کې د قرآن کریم بیا بیا سپکاویو ته په اشارې سریه ووئيل،  اسلامی وحدت  د قرآن کریم دسپکاویو د مخنیوی  په موخې سریه په نړیوال ډګر کې د قانوني تعقیبونې لپاره مهم رول لري. نن سبا اسلام  په لویدیځ کې له سترې دښمنۍ سره مخامخ دی،قرآن سوځول او د مسلمانانو ددغه آسماني کتاب بې حرمتي، دجوماتونو ورانول او د پیغمبر اکرم په شان کې ګستاخي  ددغو دښمنیو مثالونه دي.

https://farsi.iranpress.com/africa-i238781

captcha