ایکنا نیوز راپور ورکوي، دحسینی اربعیّن په دستورو کې د پام وړ یو ټکی دله هغو هیوادونو د ځينو کسانو شتون دی چې مسلمانان ئې یو ډیر وړوکی لږکی شمیرل کیږي. هغه ټکی چې د حسینی اربعیّن په دستورو کې د اهل بیت علیهم السلام په میلیونونو مینه والو شتون کې ممکنه ده جالب وي، هغه شیعیان دي چې له اسلام منلو مخکې د بل دین پیروکار وو، او په حسینی اربعین دستورو کې ئې خپل لومړنی شتون داسلام په منلو او د شیعه مذهب په ټاکلو سره تجروبه کړی دی .
میرمن جودیّت یوه هغه میرمن ده په سویډ کې په یوې بشپړ مسیحي کورنۍ کې لویه شوې او وروسته وروسته د اسلام له شیعه مذهب سره لیواله شوه او د دین دبدلولو په دلیل ئې د منفي نظرونو سره سره خپل انتخاب وکړ.
ستاسو په خدمت کې یوه ویډیو وړاندې کوو ،چې ددغې تازه مسلمانې شوي میرمنې د اسلام د منلو د څرنګوالي او د شیعه مذهب د غوره کولو په باب حقیقت ته رسیدلې ده ، هیله ده چې د استفادې وړ مو وګرځي.