ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، په افغانستان کې د ایران سفارت د اربعیني ویزو ورکړې په تړاو وضاحت ورکړی دی.
په کابل کې د ایران سفارت په یوه ټویټ کې لیکلي: هغه زیارتي کاروانونو چې د خپلو زیارت کوونکو لپاره یې د عراق ویزې ترلاسه کړي دي، کولای شي له نن شنبې ورځې څخه د ایران اسلامي جمهوریت د سفارت قنسولي برخې ته مراجعه وکړي.
له دې وړاندې هم د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د ځانګړي استازي دفتر، د حسیني اربعین زیارت او عراق ته د سفر په موخه افغانانو ته د ایران د وړیا ویزو له ورکړې خبر ورکړی وو.
د ۱۴۴۵م هجري قمري کال د صفر د میاشتې ۲۰مه نېټه (د ۲۰۲۳م کال د سپټمبر ۶مه، د کربلا په دښته کې د نړۍ د شعیانو د درېیم امام حضرت امام حسین (ع) او د هغه د وفادارو یارانو د شهادت څلوېښتمه ورځ ده چې زیارت کوونکي په دې ورځ د حسیني اربعینو په مراسمو کې د ګډون لپاره د عراق په سویل کې کربلا ښار ته ځي.