IQNA

کربلا په نړۍ کې د اسلامي زده کړو د فعالینو کوربه توب کوي

11:17 - August 26, 2023
د خبر لمبر: 3487851
ایکنا – (کربلا) د نور مبین انسټیټیوټ او د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د مؤسسې په هڅو او د ایران او عراق د دولتي او عامه ادارو په ګډون، د اسلامي زده کړو د فعالانو لومړۍ غونډه د روان کال په اربعین کې په کربلا کې ترسره کېږي.

د ایکنا د راپور له مخې، د اسلامي زده کړو د فعالینو لومړۍ غونډه به د روان کال په اربعین کې په عراق کې جوړه شي. دا کار د ښوونځیو مسئولانو، ښوونکو او د اسلامي زده کړو په برخه کې فعالینو پوري اړوند دی.

حجت الاسلام علي اصغر محمدي دوست، د نور مبین نړیوال انسټیټیوټ اجرایوي مشر او د"حسیني ښوونځیو سره تر مهدوي تمدن پوري" د غونډې د تنظیم مسئول له ایکنا سره په مرکه کې د دې برنامې په اړه وویل: د اسلامي ښوونځیو او مرکزونو د جوړولو اړتیا سره سم او د اسلام له نظره ښوونې او روزنې ته مخ کول او د ټولنې او د تمدن په جوړولو کې د هغوی رول په پام کې نیولو سره، موږ پریکړه وکړه چې دا غونډه په هغه ځای کې ترسره کړو چېرې چې د اهل بیت (ع) ډېر مینوال او هغه کسان چې د اسلامي تعلیماتو سره مینه لري شتون لري، یعني د اربعین په راټولیدونو کې دا غونډه ترسره کړو.

محمدي دوست په دوام سره  وويل: د دغه کنفرانس ګډونوال په بېلابېلو هېوادونو کې د اسلامي زده کړو په برخه کې فعالان دي. د اسلامي زده کړو د بهیر مصرف کوونکي هم زده کوونکي او د هغوی کورنۍ دي. د ده په وينا، په اسلامي زده کړه کې عقاید، احکام، اخلاق او نور شامل دي، خو اسلامي زده کړې د اسلامي اصولو او طريقې پر بنسټ د راتلونکي نسل روزل او د ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو اداره کول دي، چې د سترو خلکو لکه د شهید مطهري  په کارونو کې بیان شوي دي.

هغه زیاته کړه: له نجف څخه تر کربلا پورې په لاره او پخپله کربلا کې هم د ځوانانو او تنکیو لیدونکو لپاره بېلابېل کلتوري او ښوونیز فعالیتونه ترسره کېږي، خو دا پروګرام د اسلامي ښوونځیو او کمپلکسونو د چارواکو او د اسلامي زده کړو د مسئولینو لپاره دی.

«له حسیني مدرسو تر مهدوي تمدن پوري» د دغې غونډې د تنظیم مسئول په دوام کې وویل: دغه مراسم به د کربلا ښار په یوه لوی ښوونځي کې ترسره شي او د پلان جوړونې چارې د یوې دایمي دارالانشا پر غاړه دي.

هغه زیاته کړه: د دغه پروګرام یوه مهمه برخه هغه ناسته ده چې د دوشنبې په ورځ د وږي د میاشتې په دیارلسمه نېټه به په عراق کې د اسلامي زده کړو د فعالانو په ګډون سره ترسره شي او د کربلا د ښوونې او روزنې اداره د دغې غونډې کوربتوب کوي. همدارنګه به د وږي میاشتې له ۱۱ څخه تر ۱۷ نېټې پورې د دغه کنفرانس په ځای کې د اسلامي ښوونځیو او مرکزونو د فعالیتونو یو نندارتون جوړ شي.

هغه څرګنده کړه: په عربي، فارسي، انګلیسي او هسپانوي ژبو خبرتیاوې لیکل شوي دي او فعالین له مخکې پېژندل شوي او د هغوی د شتون لپاره لازمې خبرې اترې شوي دي.

دا پروګرام به په کربلای معلی، حي البلدیه، نهر واټ، د رعد الشوک پلورنځي او التکامل ښوونځي مخې ته ترسره شي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره، مینوال کولای شي دhttps://ifoiet.com/.  ویب پاڼه وګوري.

https://iqna.ir/fa/news/4164387

captcha