IQNA

د نوو قرآني وړتیاؤ په کشفونې کې د کربلا د جایزې د بریالیتوب او د ایکنا ستاینه کوو

7:12 - July 15, 2023
د خبر لمبر: 3487625
ایکنا-(کربلا) د کربلاجایزې د قرآنی نړیوالو سیالیو د دوهم پړاؤ منشي ،د اسلامی نړۍد ځينو مقدسو عتباتو،مشهورو زیارتونو ،جوماتونو او مقاماتو څخه د قرآني غوره او نوو وړتیاؤ کشفیدا  ددغو سیالیو  یو مهم امتیاز وباله او وې وئيل، دغه قرآني پيښه  نړیوالو ته د قرآن د غږ او پيغام د رسولو لپاره یو فرصت ؤ.

 له کربلا د  ایکنا خبریال راپور راکړ، شیخ خیرالدین علی  الهادي د کربلاجایزې د قرآني نړیوالو سیالیو ددوهم پړاؤ  په پایزو دستورو کې چې د چنګاښ د میاشتې د ۲۲سهار وختي په کربلا معلی کې دحضرت امام حسین علیه السلام د سپيڅلي حرم په صحن کې ترسره شوې ددې خبرې په کولوسر ه ووئيل، په پیل کې ددغو سیالیو د بریالیتوب ترسره کیدا ،ټولو اهل  قرآن ، د وحي د کلام مینه والو ته مبارکي وایم  او هیله مند یم چې دغه مبارکه هڅه د حق تعالی دات او د امام حسین علیه السلام  سره دتقرب  لپاره یو اقدام شي.

دحسیني  مقدس آستان د دارالقرآن مدیر  هغو اقداماتو ته په اشارې سره چې د قرآن کریم او مقدساتو ته دسپکاویو په لړ کې ترسره کیږي، ووئيل،دغه قرآني پيښه  له  الهي کتاب څخه ددفاع او د سپکاوي کونکو کسانو سره د مقابلې لپاره  یو اوڅاره اقدام  ؤ او  په  دې زمینې کې  دغوره قرآني شخصیّتونو شتون ډير اغیزشیندونکی دی.

هغه په دوام کې  په دغو سیالیو کې  حاضرو کسانو ته په خطاب کې ووئيل، تاسو  له امام حسین علیه السلام څخه په دغو سیالیو کې د  خپل شتون کارډ ترلاسه کړی دی او دا د مونږ ټولو لپاره د ویاړ  خبره ده چې د حسیني حرم په شاوخوا کې د قرآڼ کریم خدمت کوو او  نړیوالو ته دقرآن  پيغام  اوغړ په رسونې کې شریک یوو.  

د سیالو  منشي د خپلو څرګندونو په دوام کې ددغو سیالیو رسندوئي پوښښ ته په اشارې سره ووئيل، ځیني کلیپونه او  انځوریز او غږیز راپورونه په سوشل میډیا  کې  خپره شوي او  د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې ئې کابو تر یو میلیون پورې کتونکي درلودلي دي چې ډیره د ستاینې وړ او  ویاړ خبره ده  او په دغه شان رسندویو (ایکنا) پکار دی چې افتخار وشی او ورته  لاس په دعا شو.  

شیخ خیر ا لدین علی الهادي  په پاي کې د کربلا له چینل سره د اړونده قرآن سپوږمکیز  چینل، د قرآن نړیوال خبری آژانس (ایکنا)، دحسیني  استان د دارالقرآن رسندويي مرکز ، د کربلا قرآن ریډیو ،د الروضة الحسین ریډیو   د نامو په اخستلو سره درسیندوئي  چینلونو  ددغې قرآني پيښئې درسندوئي پوښښ په خاطر ستاینه و درنښت وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4154874

 

captcha