ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د هېواد شمالي ولایت سرپل ولایت ته د سفر پر مهال د افغانانو پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې په اسلام کې تعصب حرام دی.
د سرپل د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقانی په هغه غونډه کې چې د دغه ولایت د سیمه ییزو چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، وویل: بهرنیان د افغانانو یووالي په نښه کوي او د خلکو تر منځ بې باوري رامنځته کوي.
هغه زیاته کړه، تعصب په اسلام کې حرام دی او باید د دین له مخې په خپل منځ کې اتحاد ولرو.
د هغه په وينا، هغو کسانو چې د هېواد له ازادۍ سره يې سوداګري کوله، د اوس لپاره له هېواده وتلي او خلک له هېواده د بهرنيانو په وتلو خوښ دي.
باید وویل شي، چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست له څو اونیو راهیسې د هېواد په شمال کې دی او د بلخ، جوزجان او فاریاب له سیمه ییزو چارواکو سره یې لیدلي دي.