ایکنا د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور ارکړ، د افغانستان یو شمیر دینی او سیاسی شخصیّتونو او متفکرانو او څيړاندو ،د ؛ افغانستان د ملت پر بیدارئ د حضرت امام خمینی دتفکراتو ارزونې ؛په موضوع سره په یوه وبینار کې ، هغه بزرګوار له استکبار سره دمبارزې دخوځښتونو بیلګه وبالۀ.
د افغانستان د کلتوری او ټولنیزو فعالیتونو مرکز تبیان ، دحضرت امام خمیني د ارتحال د کلیزې په مناسبت د ایران او افغانستان د سیاسی فعالانو ، عالمانو ، فرهنګیانو او څیړاندو په ګډون سره د ؛ افغانستان دملت پر بیدارئ د حضرت امام خمینی د سیاسی تفکر د اغیزو په نامې سره وبینار ترسره کړ.
د تبیان د مرکز او صدای افغان خبری آژانس مشر حجةالاسلام حسینی مزاري په دغه وبینار کې پخپلې وینا کې ووئيل، د حضرت امام خمینی له پاڅون او د اسلامی انقلاب له پیل او دهغه بزرګوار دلیدتوګو له غبرګون او دیوه اسلامی نظام دبنسټ کیښودو سره په یووخت، د افغانستان ملت له بل هر یوه ملت او هیواد زیات د حضرت امام خمینی له لیدتوګو اغیزومانۀ.
حسینی مزاري ووئيل، نن سبا د افغانستان مسلمان ولس د حضرت امام خمینی له لیدتوګو اغیزمنلی دی او هڅه کوي د هغه بزرګوار د تفکر په لاره کې او د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د لارښونو او رهبرۍ له لارې هڅه او حرکت وکړي او دخپلو مبارزو حرکت یوې نتیجې ته ورسوي..
د افغانستان د تبیان مرکز عمومی مشر ووئیل،د افغانستان ولس له اسلام سره په مینې او د اسلام قوانینو او فرمانونو ته په اعتقاد سره ، ددینا ترټولو لوي مادي قدرت یعني امریکا ته ماته ورکړه. او خپل هیواد ئې آزاد کړ.