IQNA

د افغانستان په چورلیزتوب سره په اسلام اباد کې درې اړخیزه ناسته(مقاله)

15:46 - May 07, 2023
د خبر لمبر: 3487300
ایکنا-(تهران) د پاکستان او چین خارجه وزیرانو د افغانستان د طالبانو دحکومت له خارجه وزیر سره په اسلام اباد کې په ګډې ناستې کې په دغه هیواد کې د سولې او تعامل د لارې د پرمختګ لپاره سره موافقه وکړه.

 ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د چین خارجه وزیر چین کانګ په دغې ناستې کې د افغانستان د ډیر بد اقتصادي معیشتي حالاتو باندې په نديښې ښودلو سره ووئيل، هغه هیوادونه چې د افغانستان شتمنۍ ئې کنګل او مصادره کړی دیوددغه هیواد دولس د اوسنیو مشکلاتو اصلی سببونه دي چې دهغه اشاره امریکا ته ده چې د افغانستان کابو لس میلیارډډالری شتمنۍ ئې کنګل او مصادره کړي دي.

بې شکه په هغه اندازه چې د افغانستان د بحران له حل سره د مرستې لپاره سیمه ایزې غونډې ترسره کیږی،ددغه ههیواد د مشکلاتو دغوټې له پرانستې سره مرسته کولی شي.

په عین حال کې هغه څه چې په دې باب مهم  او اغیزشیندونکي او ټاکونکي دي،افغانستان ته حتی د سیمه ایزو هیوادونو  د کتنې انداز د مشکلاتو د حل څرنګوالی دی. په دې مینځومیان کې پاکستان  په افغانستان کې یو  اغیزشیندونکی  او ددغه هیواد دبدلونونو په بهیر کې یو ټاکونکی هیواد دی. پر دې اساس  تمه دا ده چې په  هرې هغې سیمه ایزې او نړیوالې ناستې کې  چې  دافغانستان په باب ترسره کیږي او پاکستان  هم  پکې شتون لری ،  دافغانستان  دمشکلاتو له حل سره په مرستې کې پر وړاندې  او مهم ګام کیدلی شي.

په عین حال کې دطالبانو له نظره ددغه شان غونډو ترسره کیدا  دافغانستان د مسئلو دحل او دسیمې د سولې او ثبات  په لړ کې  یو ګام ګڼل کیږي او دا چې  د طالبانو  حاکمیّت دې په نړیواله سویه وپيژندل شي.پاکستان هم  له طالبانو مشخصې غوښتې لري او  هغه هم  د ګاونډیو  هیوادونو د امنیتی   اندیښنو د  ختمولو لپاره  د طالبانو د هڅې ضرورت  دی چې   د پاکستان خارجه  وزیر بلاؤل بهټو زرداري  د افغانستان د طالبانو دحکومت د خارجه وزیر  امیر خان متقي په شتون سره په درې اړخیزې ناستې کې  ورباندې ټينګار کړی دی.

دې ته په پام سره چې چین  په افغانستان کې دپانګونې سیاست تعقیبوي ، چې لازمه ئې په افغانستان کې د امنیت تامینول دي.په دې اساس  دافغانستان د روانو بدلونونو په  باب  د چین او پاکستان ګډ نظر، امنیتی مسئلې دي او د اسلام اباد له نظره ،چین  د اقتصادي محرک په توګه،د  دامنیت په ټينګولو کې په تیره بیا دپاکستان د طالبانو له تحریک  یا هماغه ټي ټي  پي سره  په مقابلې کې طالبان هڅولی شي.

د سیمې د سیاسی چارو یو کارپيژاند سید حسین حسینی مزاري په دې باب وائي،چین د افغانستان په امنیتی مسئلو کې  ګډون نه  کوي او داسې نه ښکاري  داسې کوم نیّت ولرل شي،په داسې حال کې چې  دپاکستان  له نظره  ددغه هیواد دملی ګټو لومړنی لومړیتوب  د افغانستان  امنیتی مسئلې دي  او که طالبابن په دې باب جدي ګامونه پورته  نه کړي، نو داسې نه ښکاري چې د طالبانو د هڅونې په باب د چین له محرک څخه  د استفادې لپاره د اسلام اباد هڅې  اغیز شیندونکي شي .ځکه طالبان  هم  له پاکستانه ځيني  تمې لري  خو داسې ښکاري ،دغه هیواد ته سپک نظر، دوي ته دپام او توجه خنډ کیږي.

په هرحال ، د افغانستان په وړاندې  د پاکستان د سیاستونو او په څو اړخیزو او نړیوالو ناستو کې  د پاکستانیو چارواکو دشتون  په باب  دا ټکی  د اسلام اباد لپاره  ډير اهمیّت لري ، چې  افغانستان ته نظرونه باید د پاکستان له   دریځه  وي، او  هیڅ یو  هیواد  په ځان له سر یا څو اړخیز ډول  د افغانستان په بحران کې  ودرو نشي کولی او یا  په دغه هیواد کې دپانګونې  د پروژو د اجرا نیّت  نه شي درلودلی. په همدې دلیل د پاکستان په شتون سره    له چین او افغانستان سره څو اړخیزې ناستې وار د واره ترسره کیږي،  دافغانستان  له بحران سره په مرستې کې هیڅ اغیزې   نه دي درلودلي ،حتی داسې ښکاري  د طالبانو  افغان لوری  یا په بله معنا کندهارئ لوری هم   دې نتیجې ته رسیدلی دی  چې پاکستان  هماغه شان  دافغانستان  په وړاندې  خبلې دوه ګوڼې لوبې ته دوام ورکوي . په همدې دلیل په تیرو کابو دوو کلونو کې  چې  طالبان بیرته په افغانستان کې قدرت ته رسیدلي دي ، ، له پاکستان سره  ددغې ډلې په اړیکو کې تر یوه حده ترینګلیتاوې  او اخ وډب شته دی.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i132506

captcha