ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د بنګله دیش له وزیراعظمې شیخ حسینه واجد سره په ټیلیفوني تماس کښې، د دغه هیواد ولس او حکومت ته د نیکمرغه کوچني اختر په وارمخکښې مبارکۍ سره، د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست جورلیز د نړۍ له هیوادونو په تیره بیا له اسلامي هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا او پياوړتیا په بنیاد ولاړ وباله.
رئیسي هیله څرګنده کړه چې د ایران او بنګله دیش ښې اړیکې په تیره بیا د هراړخیزې اقتصادي او سوداګري ملګرتیاؤ په برخه کښې یې اړیکې له مخکښې نه زیاتې پراخې شي.
د بنګله دیش وزیراعظمې میرمن شیخ حسینه هم په دغو ټیلیفوني خبرواترو کښې، د فلسطیني روژتیانو خلاف د صهیونیسټي رژيم د جنایتکارو اقداماتو د سختې غندنې په ترڅ کښې ټینګار وکړ چې د فلسطین له مظلوم خلکو ملاتړ او د صهیونیسټي رژیم د تیري ګریو غندنه د بنګله دیش د حکومت او ولس ثابت دریځ دی.
هغې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د اړیکو د پراختیا اهمیت ته په اشارې سره، په تیره بیا په اقتصادي او سوداګري برخه کښې د دغو اړیکو په پیاوړتیا او په سیمه ایزو ملګرتیاؤ تاکید وکړ