ایکناخبری آژانس دحسینی مقدس آستان له قوله راپور راکړ،د قرآن دنړیوال تبلیغ د مرکز مدیر استاد منتظر المنصوري په دې باب ووئيل، د حسیني مقدس آستان اړونده تبلیغي مرکز په ملګرتیا سره د نړۍ په لسو هیوادونو کې د دیرشو رمضاني قرآن دختم محفلونه روان دي.
هغه ووئيل، په دغو هیوادونو کې انډونیشیا،سوریه،لبنان،ایران،مالي،یوګنډاپشمول لس هیوادونه شامل دي.
منتظر المنصور ووئيل، د رمضاني قرآن ختم محفلونو کې په انډونیشیا کې تر پرون ناوخته پورې اوه ، په سورئې کې لس ،د ایران په قم او شیراز کې لس قرآنونه ختم شوي او دغه راز د کویت،افغانستان،بورکینافاسو او آسټریلیا پشمول په نورو هیوادونو کې دقرآن دغه محفلونه روان دي. دوي ووئيل، د قرآن دختم محفل یوازې د حسینی مقدس آستان سره اړونده د تبلیقي مرکز په ملاتړ سره نه ،بلکې ددغه مرکز د درستو کارکونکو، او دنورو اسلامی مرکزونو او جوماتونو عمله هم ملګرتیا کوي او د هغوي په مرستې او ملتیا سره دغه شان محفلونه ترسره کیږي.