IQNA

د افغانستان شیعه عالمانو بیا په خپل هیواد کې د تولشموله حکومت د جوړیدا غوښته وکړه

6:48 - February 20, 2023
د خبر لمبر: 3486922
ایکنا-(تهران) د افغانستان شیعه عالمانو شورا تل د طالبانوپه موقته حکومت کې ددغه هیواد د اهل تشیَع د ځائيګي او رول غوښتنه کړې ده.

 د افغانستان شفقنا خبری آژانس راپور ورکړ، د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا غړو یو ځل بیا د طالبانو پر حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې دې  ټولشموله حکومت جوړ کړي څو د ډولو مذهبونو او قومونو استازي پکې ونډه ولرل شي.

د افغانستان د شیعه  عالمانو د شورا یوه مسئول  ضامن علی احمدي په یولړ څرګندونو کې ووئیل، له طارلبانو حکومته د افغانستان د ملت او خلکو تمه داده چې  ددغه هیواد د پرمختګ او پراختیا لباره باید یو ټولشموله حکومت جوړ کړي چې  د  افغانستان درست ولس پکې خپل ځان وویني .ددغې شورا یوه بل غړي عبدالله فضلی  هم  ووئیل، هغه تمه چې ئې لرو،د افغانستان د جهاد په پړاؤ کې درستو قومونو ته دې د وړتیا، توانمنیو اولیاقت په اساس  په دغه حکومت کې ځاي ورکړل شي.

له دې مخکې  د افغانستان د شیعه عالمانو شورا  په یوې اعلامیې کې  د افغانستان د اهل تشیّع د رسمیّت پيژندنې پشمول  اساسی  غوښتنې مطرح کړي دي.

https://af.shafaqna.com/FA/552751

captcha