IQNA

د دوو میلیارډ مسلمانانو دمقدساتو سپکاوی د بیان د آزادۍخلاف اقدام دی

6:40 - February 16, 2023
د خبر لمبر: 3486908
ایکنا-(تهران)د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون مازدیګر دبیجینګ په ونګ سی تاریخي جومات کې په شتون سره ددغه ښار دمسلمانانو  او لمونځ  ګوزارو په ټول په شتون د خوښئ په ښودلو سره په چین کې د اسلام د څه دپاسه زر کلنې مخنیې  د شتون خبره وکړه او  وې وئيل، دوه زره کاله مخکې هم د وریښمو لارې  د ایران او چین  دوه ستر تمدنونه  له یوه بل سره   ګنډلي دي.

ایکناد ولسمشر د ماڼۍ داطلاع رسونې ددفتر له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر چین ته د سفر په دوهمه ورځ پرون مازدیګر د بیجینګ ښار په دونګ سی تاریخي جومات کې په شتون سره د جمې مونځ  په ادا کولو او  او له مسلمانانو سره په لیدو کاتو سره  د هغو په ټول کې وینا هم وکړه.

  د اسلامی ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي پرون مازدیګر دبیجینګ  په ونګ سی تاریخي جومات کې په شتون سره ددغه ښار دمسلمانانو  او لمونځ  ګوزارو په ټول په شتون د خوښئ په ښودلو سره په چین کې د اسلام د څه دپاسه زر کلنې مخنیې  د شتون خبره وکړه او  وې وئيل، دوه زره کاله مخکې هم د وریښمو لارې  د ایران او چین  دوه ستر تمدنونه  له یوه بل سره   ګنډلي دي.

 داسلامی ایران ولسمشر  په دغې  کتنې کې ووئيل، امریکا د اسلامی انقلاب له بریالیتوب راهسې  هرې شپږمیاشتې  وروسته  د ایران د اسلامی انقلاب ختمیدل اعلانوي البته ،اسلامی جمهوری نظام دخپل بریالیتوب ۴۴کلنه کلیزه هم څو ورځې مخکې ولمانځله.

ابراهیم ریئسي زیاته کړه ،امریکاد تکفیری ډلو ټپلو په پنځولو سره  په ایران اونورو اسلامی  هیوادونو کې په اړئ ګړئ  او ناکراریو پسې ده. د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر روښانه کړه ،امریکایان او دسلطې د نظام سرغنې دې پوهه شي،په راتلونکي کې  په نړۍ کې  دسلطه ګرۍ  لپاره هیڅ ځای نشته،مونږ یقین لرو چې  دنړۍ وضعیهت به د چارو د اصلاح په امید اوهیلې سره ، دپاکۍ اومصلحت په لور حرکت وکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4122478/%D  

captcha