IQNA

په سورئې او ترکیې کې د مرګونې زلزلې د قربانیانو شمیر له پنځه ویشت زرو کسانو واوښت

14:45 - February 11, 2023
د خبر لمبر: 3486883
ایکنا-(تهران)باؤری خبری سرچینې وائي،امریکا او اروپايي هیوادونه سوریې ته د مرستو د رسولو مخه نیسي او دا په داسې حال کښې دي چې ترکیې ته د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو مرستې رسیدلي دي.

ایکناخبری آژآنس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، په داسې حال کښې چې په ترکیې کښې د زلزلې د وژل شویو کسانو شمیر له نولس زره کسانو څخه زیات شوی دی په سوریې کښې هم د نوموړي زلزلې له کبله د وژل شویو کسانو شمیر څلور زره یوسل دیرشو ته رسیدلی دی.

د ترکیې په لسو سیمو کښې چې په تیرې دوشنبې ورځې سهار وختي اوه اعشاریه اته ریشټره سخته زلزله پکښې راغلي وه د مړو شویو کسانو شمیر نولس زره او درې سوه اته اتیا ته رسیدلی او اوه اویا زره او اوه سوه یو کسان ژوبل شوي هم دي.

د خارجي هیوادونو د مرستندویو  کارکونکو په شمول په ټول کښې یولک یوڅلویښت زره مرسته رسونکي د دغه زلزلې په پایلو باندې د غور کولو په حال کښې دي.

دغه زلزلې چې د ترکیې په جنوبي سیمو کښې راغلي وه د سوریې ځینې سیمې هم لړزولي وې چې تراوسه پکښې  د سوریې څلور زره او یوسل دیرش کسان مړه شوي او اوه زره او دوه سوه اتیا نور ژوبل شوي هم دي.

د ملګروملتونو د کډوالو د چارو کمشنرۍ هم په سوریې کښې د زلزلې له کبله د پینځه اعشاریه درې میلیونه خلکو د بې کوره کیدا خبر ورکړ کوم چې پناه ته سخت ضرورت لري.

د ملګروملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او یوه چارواکي وویل چې د سوریې زلزله د یوه نړیوال کړکیچ توګه یادولی شو.

امریکا او اروپايي هیوادونه سوریې ته د مرستو د رسولو مخه نیسي او دا په داسې حال کښې دي چې ترکیې ته د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو مرستې رسیدلي دي.

اوس په ترکیې کښې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت منتقدان وايي چې حکومت د خلکو ژغورلو لپاره ډېر څه کولی شول، چې نه یې دي کړي.

پخپله ښاغلي اردوغان که څه هم ستونزې او کم کاري منلې، خو دا یې هم ویلي چې د دومره لویې کچې طبیعي ناورین ته پلان او چمتووالی ممکن نه دی.

 

پر ښاغلي اردوغان یو ستر انتقاد دا دی چې په پرمختللو وسایلو له سمبال پوځ یې د ژغورنې عملیاتو کې ګټه نه ده اخیستې.

ترکیه کې دا عملیات د ملکي برخې لسګونه زره کارکوونکي او دواطلبان پر مخ وړي چې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو مرستندویه ډلې هم ورسره ملګرې او همکاره‌ دي.

بله نیوکه دا ده چې د ترکیې حکومت د ودانیو جوړېدو سنټنډرډونه سم نه دي عملي کړې او دې برخې ته ځانګړې شوې میلیاردونه ډالر هم په نامالومو لارو لګول شوي.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i127744

captcha