IQNA

امریکادې د افغانستان د هوايی حریم خلاف ورزی ختمه کړي

15:50 - September 08, 2022
د خبر لمبر: 3486193
ایکنا-(تهران) دافغانستان د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت  سربرست امیر خان متقي په کابل کې په یوه سمینار کې  ووئيل، دافغانستان به فضا کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکو الوتونه،د دوحې دموافقې  او د افغانستان د هوائي حریم خلاف ورزی ده او واشنګټن دې دغه کار پاي ته ورسوي ګني،نو دنتیجو به ئې پخپله زمه وار وي.

ایکناخبري آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، د  افغانستان د خارجه وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د ؛ ملت ته د حکومت د حساب کتاب ؛نومې سمینار کې پخپلې وینا کې یو ځل بیا ادعا وکړه چې د مونږ اوس مهال حکومت ټولشموله دی او په دې کې د ټولو قومونو نمایندګي  شته ده .

په راپور کې وئيل شوي دي ،دغه سمینار د خارجه  وزارت له خوا ترسره شوی چې پکې امیر خان متقي ودمالی معین مولوی رحمت الحق فضیل او  یو شمیر نورو  مسئولینو او کارکونکو پکې ګډون وکړ او دغه شان  غونډه د خارجه وزارت  یوه کلنۍ ناسته بلل شوې ده.

 دافغانستان د خارجه وزارت  دومسئولانو په وینا،له نورو هیوادونو سره سیاسی ،اقتصادي او کلتوری اړیکط تامین شوي چې  په دغې لارې کې په کابل کې د نړیوالو موسیسو او هیوادونو  کابو یویشت دفترونه ،نمایندګۍ  او کنسولي برخې فعالط شوي دي او  دغه راز له هیواده بهر هم زمونږ ۳۵سیاسی او کنسولی نمایندګۍفعالې شوي او اړیکې ئې ټينګې کړي دي .

امیر خان متقی وئيلي دي ، خارجه وزارت توانیدلی دی ،د نړۍ ډیری هیوادونو ته ډاډ ورکړي چې  خپل سفارتونه په کابل کې پرانیزي  او فعالیتونه دې ترسره کړي،همداراز   مونږ هم په ډيرو هیوادونو کې  خپل سفارتونه ساتلی  او خپل ډيپلوماټان مو ورلیږلي دي .

د طالبانو دغه چارواکي  ددې خبرې په کولو سره چې  دطالبانو مشران  له نوروهیوادونو سره رسمي تګ راتګ کوي ،وئيل وپه زیاتره سیمه ایزو اونړیوالو  غونډو کې ګډون کوو او ډیری هیوادونو د مونږ ډيپلوماټان منلي  دي چې  یوډول د نړیوالو هیوادونو له خوا د مونږ دحکومت دپيژندنې په معنا  ده.

 هغه ووئيل سره له دې چې  تر دې د مه د روسیې ،ایران،چین ،پاکستان  له خوا په رسمي توګه په رسمیّت نه یوو پيژندل شوي ،خو له دوي سره مونږ  د تګ راتګ او د مونږ د محصولاتو دصادراتو اووارداتو په باب  له هیڅ ستونزو سره مخ شوي هم نه یوو. او دغو هیوادونو په کابل کې خپل سفارتونه فعال کړي دي او ددوي ډيپلوماټان هم خپل کارونه ترسره کوي.

https://www.irna.ir/news/84881024/متقی-

captcha