پاکستاني رسنیو لیکلي دي چې شهباز شریف به په دې سفر کښې د عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان سره ملاقات وکړي او ورڅخه به ۵ میلیارډ ډالرو ته د ۳ میلیارډ ډالري پور د زیاتیدو او د تیلو د پاتې پیسو د ستنولو د وخت د زیاتولو غوښتنه وکړه.
د دواړو هیوادونو چارواکي به هم داشان په افغانستان کښې د صلحې او امنیت د ټینګولو لپاره په خپلو کښې خبرې اترې وکړي.