ایکناخبری اژانس د بوابةالاهرام له قوله راپور راکړ ، د الجزایر هیواد قرآن کریم د حفظ د نړیوالو سیالیو اولسم پړاؤ د درستې اسلامی نړۍ له ۴۶هیوادونو څخه د قاریانو په ګډون سره د پجشنبې په ورځې د ویډیوئي کنفرانس له لارې پيل شوي دي .
د الجزایر داوقافو وزارت دیوې اعلامیې په خپرولو سره ووئيل ، سږکال دغه سیالۍ د ؛ ورتل القرآن ترتیلا؛ په شعار سره او په رجب مبارکې میاشتې کې د اسلام دګران پيغمبر د معراج او اسراء د کلیزې له درنښت سره په یووخت ترسره کیږي ، په داسې حال کې چې په مخکینیو پړاؤنو کې دغه سیالۍ په روژې مبارکې میاشتې کې ترسره کیدې .
په دغې اعلامیې کې راغلی دي ، چ ې دکرونائي بحران له امله تپل شوو شرائطو ته په پام سره ،دغه پړاؤ د ویډیوئي کنفرانس له لارې ترسره کیږي او سیالي کونکي د ژیوري پلاوي یا هماغه قاضیانو د پلاوي تر نظر لاندې چې شپږ غړي ئې د مصر او ګینه هیوادونو څخه ،څلور غړي ئې له الجزایر څخه چې یوه قاضي پکې میرمن ده ، سیالۍ کوي .
د الجزایر په دغو نړیوالو سیالیو کې دګډون لپاره بهرنیانو پخپلو هیوادونو کې د الجزایر ډيپلوماټيکو او کنسولي مرکزونو ته مراجعه کړې ده . دغه سیالۍ نن د سلواغې په دیرشمه نیټه تر وروستیو پورې پاي ته رسیږي او د رواني فرورئ میاشت تر وروستیو پورې به د سیالیو ګټونکي په یولړ رسمي دستورو کې معرفي او ورته به جایزې هم ډالۍ شي .
باید ووئيل شي ، د الجزایر د قرآڼ دنړیوالې جایزې سیالۍ چې لومړنۍ پړاؤ ئې په ۲۰۰۴کال کې ترسره شوی ، د هغو له ۲۵کلونو کم عمره حافظانو او قاریانو لپاره دهع چې په مخکنیو پړاؤنو کې ئې له درو جایزو یوه هم نه وي ګټلي .