ایکنا خبري آژانس د الیوم السابع له قوله راپور راکړ، د مصر رسندویو بیګا په راپورونو کې وئيلي دي ، د قاهرې په الازهر سیمې کې د امام حسین علیه السلام په نامې سره د جومات په خوا کې ستر اور لګیدلی ؤ چې له څو ساعتونو وروسته د قاهرې د اور وژنکي ځواک دغه اور پیزواني کړائ شو . دا هم وئیل شوي چې دغه اور د اوقافو وزارت په ودانۍ کې لګیدلی ؤ .
له بل پلوه د مصر اوقافو وزارت په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ، په دغه ستر اور کې د امام حسین جومات ته هیڅ ډول تاوان نه دی رسیدل ی. ددغې خبرتیا پهاساس دغه اور په درې پوړیزې ودانۍ کې په دوهم پوړ کې لګیدلی او بیا نورو پوړونو ته هم وغزید، چې ډير تاوانونه ئې اړولي دي . په دې اړه د امنیتی ادارې له خوا پلټې پیل شوي دي چې د اور په علت پوهه شي .
https://iqna.ir/fa/news/4032600/آتشسوزی