IQNA

د جنوب ختیځي آسیا ترټولو سترجومات په انډونیشیاکې استقلال جومات دی

تهران (ایکنا) – دانډونیشیا په پلازمینې جکارته کې استقلال جومات د لس زره هیکټره په مساحت او یولک شل زره لمونځ ګزارو په ګنجایش سره د جنوب ختیځې آسیا ترټولو ستر  جومات حسابیږي .دغه مذهبی ودانۍ له هالینډي استعمار څخه دنړۍ دترټولو لوي مسلمان هیواد د خپلواکۍ په مناسبت او په اولسو کلونو کې جوړ شوی دی . 

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د اانډونیشیا په پلازمینې جکارته کې د استقلال جومات معماري ،پر دوو سترې او واړې مکعبي ودانیو او په ډ يرو لوړو ستنو سره  جوړ شوی او  اوه دروازې لري . دغه ودانۍ تر ډیره حده د سیلانیانو د جلبولو سبب هم شوې ده او زیات خلک ئې سیل ته ورځي .

ددغې په زړه پورې او مذهبی ودانۍ ښکلي او جلبونکي عکسونه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .