قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د rfa.org خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د دغه هوټل یو کارکن د دې خبر په تایید کې وویل: محلي پولیس د اویغور مسلمانانو قبلولو باندې د بندیز قانون اجرا کولو په اړه حکم ورکړي دا هوټل به جریمه ورکوي.
د چین کمونیست ګوند ملي ۱۹ کانفرانس پیل کولو سره د اویغور مسلمانانو لپاره محدودیت زیات شوي چې د عملی کولو ذمه داري یی پولیس ته ورکړلې شوي.
د دغه محدودیت پر اساس، د ګوانګ دونګ هوټل کې خدمات وړاندې کولو په وخت د مشتریانو تذکره باید چک شي او د کیانګ سین اوسېدونکې اویغور مسلمانانو ته خدمات ورکولو نه مخنیوي وشي.
د چین په غرب کې مېشت د اویغور خلک له ترک قومونو مسلمانان دی چې د سین کیانګ په شرقی ترکستان کې ژوندون کوي.
د چین اویغور مسلمانانو شمېر ۳۵مېلیون دی چې ۶۰ کاله وړاندې نه د افراطی ډلو سره او دینی افراط سره د مقابلې په بهانه د چین حکومت له اړخه تبعیض او ظلم سره مخامخ دي. د شرقی ترکستان سیمه له کال ۲۰۰۹ نه د امنیتي ځواکونو له اړخه ظلمونو او بد رفتارۍ سره په دغه سیمو کې مخامخ دي.
http://iqna.ir/fa/news/3651213