قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آراکان خبرونو نه نقل، د هند په زرګونو مسلمانانو، د هند مرکزی ښار په دهلی نو کې د میانمار د مسلمانانو ځپلو خلاف مظاهرې وکړي.
دا مظاهرې د ګل په ورځ د دهلی نو په وخت ۱۱ بجې شروع شوي او د ماسپښین یوه بجې پایی ته ورسېدلئ.
مظاهره کوونکو د دې مظاهرې په اخیره کې چې د روهینګیا سازمانونو، او د هند سیاسي ډلو او اسلامی سازمانونو ګډون سره د نړیواله ملګرې ملتونو سازمان دفتر مخامخ پیل شو خپل اعتراض ثبت کړو.
یادښتونه: د میانمار غربی شمال په راخین ولایت کې مېشت د روهنیګیا یو زیات شمېر مسلمانان له کال ۲۰۱۲ نه تر اوسه د بودائی افراطی ډلو د تاوتریخوالي سره مخامخ دي، چې په دغه تاوتریخوالی کې په سلګونو کسان مړه او زرګونو کسانو د مرګ له وېرې خپل کورونه ترک کړې او د میانمار، تایلېنډ، مالیزیا او اندونیزیا په سختو حالاتو کې ژوند کوي.
د میانمار حکومت مسلمانانو ته د ښاریزو حق ورکولو چې تقریباْ د دغه هیواد ۱.۱ ملیون نفسونه دي نه ډډه کوي او هغې د بنګلادېش غیر قانوني کډوال بولي. خو ولی ډېر د روهینګیا اصل او نسب په میانمار کې لرغونې ګڼلې.
د روهینګیا مسلمانان په کال ۱۹۸۲ کې د نوې قانون تصویب سره د میانمار تابعیت له لاسه ورکړي.
د ملګرو ملتونو سازمان اعلان کړي چې روهینګیا په نړۍ کې د ځورونې او تاوتریخوالي تر ټولو ډېر قربانیان اقلیتونو نه شمېرلي کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3555250