قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د قطری العرب ورځپاڼې نه په نقل، په مراسمو کې ۹۰۰ قرآنی بنډلي د قرآن بصیرت عنوان سره چې په کې ډیجیټل قرآن سره د ټولو آیتونو تفسیر د زړه روښانو ترمنځه د اندونیزیا جاوه مرکزی جزیره بومالانګ ښار او د سوماترا جزیره لامپونګ ښار کې وېش شو.
دا موسسه همدارنګه، په پام کې لرې چې د قرآن بصیرت ۱۱۰۰قرآنی بنډلي په څلورو ځلو کې د اندونیزیا په مختلفو ښارونو او جزایر کې وېش کړې چې دو ځل د رمضان المبارک میاشته کې او دو ځله د شوال میاشته کې به پیل کوې.
اندونیزیا کې د زړه روښانو ځانګړې موسسې فینسی موسسه مشره میرمن تارینی په دې اړه وویل: د بصیرت قرآن وېش یو ډېر ارزښتمنه کار دې، ځکه چې دا قرآن د زړه روښانو لپاره د قرآن اورېدو او حفظ کولو کې مرسته کوي.
د بصیرت قرآن یو د بریل خط کې یو وړوکې قرآن دې چې د زړه روښانو مرسته کوې دا قرآن امکان لرې چې د قرآن کریم تلاوت د مختلفو قاریانو په اواز کې خپور کړې او همدارنګه دا امکان هم لرې چې د خپلې خوښې قاری په کې انتخاب کړې شي.
دا بنډل همدارنګه د قرآن کریم تفسیر هم لرې چې زړه روښانه ترې استفاده کولې شي او د خپلې خوښې آیت تفسیر ترې اورېدلې شي.
د قطر خیریه موسسه بصیرت قرآن د مالیزیا یو شرکت په مرستې سره د زړه روښانه کسانو د قرآن کریم اورېدو او تلاوت لپاره او په قرآن کریم فکر لپاره جوړ کړې.
http://iqna.ir/fa/news/3508418