اکینا د فارس له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت اړونده چارواکي وايي، نن سهار د بد خشان ولایت په مرکز فیضاباد ښار کې په ځانمرګي برید کې د بدخشان سرپرست والي نثاراحمد احمدي وژل شوی دی.
د افغانستان د بدخشان د اطلاعاتو او کلتور د ادارې مشر معزالدین احمدي خبری رسنیو ته وویل، ځانمرګي د محکمې په څلور لارې سیمې کې د بدخشان د سرپرست والي ګاډی په نښه کړ چې د سرپرست والي پشمول یو بل کس هم پکې وژل شوی او شپږ نور ټپیان شوي دي.
که څه هم د دې برید مسئوولیت کومې ډلې نهدی منلی، خو له دې وړاندې په بدخشان ولایت کې د طالبانو په امنیې قوماندان عبدالحق ابوعمر د چاودنې مسئو لیت چې هغه پکې وژل شوی ؤ، داعش ډلې منلی و.
داعشي تکفیری ترهه ګرو همدا ډول د بلخ په پخواني والي محمد داوود مزمل د ولایت مقام دننه ځانمرګی برید کړی و چې یو شمیر نورو کسانو سره یو ځاي هغه هم وژل شو.