IQNA

عربستان غواړي ،د حاجیانو شمیر له کرونائي بحرانه مخکې شمیر ته ورسوي

16:40 - June 03, 2023
د خبر لمبر: 3487430
ایکنا-(تهران) د عربستان اړونده  مسئولان وائي،دوی غواړي ، سږکال د حاجیانو شمیر ، له کرونائي بحرانه  مخکې شمیرنو ته ورسوي.

ایکنا د  الشرق الاوسط ورځپاڼې له قوله راپور راکړ،د عربستان د حج او عمرې د چارو مرستیال وزیر عبدالفتاح مشاط ووئيل، دحج وزارت د هیوادونو د حاجیانو د شمیر په مشخص کولو کې  له کرونائي بحرانه  له مخکې لارو چارو څخه استفاده کړې ده،ځکه  هدف دا دی چې د حاجیانو شمیر له هماغه کرونائي بحرانه مخکې  شمیر ته ورګرځي.

 هغه په دې خبرې په ټینګار سره چې د اوسنی حج دستورې ځانګړی دي او په مقدسو مشاعرو کې درست خدمات تیار دي،زیاته کړه،په روان کال کې له هرډول بیړنیو حالاتو سره د مقابلې لباره  وارمخکې پلانونه  جوړ شوي دي.

په عین حال کې ، په مکې مدینې کې د حرمین شریفین د چارو  عمومی ریاست،د سږکال حج د دستورو لپاره   ددغې ادارې  عملیاتي پلان ،چې ددغو مقدسو ځایونود تاریخ په اوږدو کې ترټولو لوي پلان  یاد شوی ،پیل شوی دی.

د حرمین شریفیّن  د چارو عمومی مشر عبدالرحمن السدیس  هم ددې خبرې په اعلان کولو سره  ووئيل،  دغه عملیاتي پلان  داسې چورلیزونه لري چې د هیواد  د ۲۰۳۰ کال دلرلید  له موخوسره  په ارتباط کې دي. السدیس دې ته په اشارې سره د حرمین شریفین  دچارو عمومی ریاست  سږکال عمله  ددغو مقدسو ځایونو په تاریخ کې  ترټولو لویه عمله ده ،زیاته کړه ،  په حرمیّن شریفین کې د فعال ځواک ټولګه  ک ابو څوارلس زره تنه ده.

https://iqna.ir/fa/news/4145384/

captcha