په دغه شان موقعیّت کې ده چې قرآن کریم مونږ ته خطاب کوي او پوښتنه کوي، ستاسو دغه سستي او خپګان ولې ؟
إِنْ يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ؛ که تاسو ته د ژوند په ډګر کې کوم تاوان ورسید، نو هغو خلکو ته هم ځیني تاوانونه رسیدلي دي، او مونږدغه ورځې (ناکامۍ او بریالیتوب) په خلکو کې څرخوو. او (دا د نړۍ د ژوند خاصیّت دی ) څو هغه کسان چې ایمان ئې راوړی دی ،وپيژندل شي او خداوند له تاسو قربانیانې واخلي او خداي ظالمان نه خوښوي. ( آل عمران-۱۴۰آیت)
د تفسیر نمونه په اساس په دغه آیت کې یو الهي سنت دی چې د انسان په ژوند کې داسې خواږې او تراخې پيښې رامینځةکیږي چې هیڅ یوه تل پاتې نه ده، او خداي تعالی دغه شپې ورخې په خلکو کې تل ګرځوي ؛څو ددغو پيښو له لارې د بشپړتیا دود څرګند شي.
(وَ تِلْکَ الْأَیَّامُ نُداوِلُها بَیْنَ النَّاسِ).
او وروسته ددغو پيښتونتیجې ته اشاره ضروری کوي، او فرمائي؛ دا په دې خاطر دي چې ایمان کسان، دایمان مدعیان وپيژندل شي. » (وَ لِیَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِینَ آمَنُوا). ددغې دردناکې ناکامۍ یوه نتیجه دا ده چې تاسو د اسلام په لاره کې قربانیانې ورکړئ (وَ یَتَّخِذَ مِنْکُمْ شُهَداءَ).
اصولا هغه ملت چې دخپلو مقدسو موخو په لاره کې قرباني نه ورکوي،تل ئې واړې ګڼي ،خو هغه مهال چې قرباني ورکړي،نو هم پخپله او هم د هغه راتلونکي نسلونه د هغوي په لویوالي فکر کوي.
ددغه آیت په پای کې یو جالب ټکی موجود دی او هغه دا چې : خداوندمتعال ظالمان نه خوښوي. (وَ اللَّهُ لا یُحِبُّ الظَّالِمِینَ) او پر دې اساس ،عامو مومنانو و غیر مومنانو ته په خطاب کې وائي چې په انسانی چلندونو کې او له دې پرته،هیڅکله به د ظالمانو ملاتړ ونه کړي.
په تفسیر نور کې لولوو؛؛ دغه آیت ځيني واقعیّتونه بیانوي او هغه دا چې که تاسو د حق په خاطر او د الهی موخو لپاره کوم ځاني تاوان ووینئ،نو ستاسو دښمنان هم مرګ ژوبلې درلودلي دي،که تاسو اوس بریالي شوي نه یاست ،نو ستاسو دښمنان هم په نورو جبهو کې ناکام شوي دي. نو په سختیانو کې له زغمه کار واخلئ.
که څه هم معمولا د ؛شهیدانو؛شهید، او شاهد کلمې په قرآن کریم کې د ؛ګواه ؛ په معنا دي ، خو په جبهې کې د زخم او جراحت موضوع او دجنګ مسئله او د نزول د شان په دلیل ، که څوک د ؛شهیدانو؛ کلمه په دغه آیت کې ؛د خدای په لاره کې د وژل شوو؛ په معنا وکړي ، نو تیروتي نه دي. مسلمانان باید ځینو موردونو ته په پام سره پیاوړي او مضبوته روحیّه ولري.
حضرت امام جعفر صادق علیه السلام ددغه آیت په باب فرمائي ،له هغې ورخې چې خداوندمتعال آدم وپنځوه،خدای او شیطاني قدرت او حکومت له یوه بل سره په ډغرې کې وو،خو الهي بشپړ حکومت د حضرت قائم امام مهدي علیه السلام په ظهور سره تحقق مومي.::
له دغو خبرو زده کوو، چې
1 مسلمانان باید په صبر اوزغم کې له کافرانو لا کم نشي. «فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ»
2 خواږې او تراخې پيښې ،تل پاتې نه وي. «تِلْكَ الْأَيَّامُ نُداوِلُها بَيْنَ النَّاسِ»
د ناکامی سبب کیږي. «وَ يَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَداءَ»