IQNA

د ایران او افغانستان په پولې کې هرڅه ترینګلتیاوې د استعمارګرو ددسیسودوام دی

16:44 - May 28, 2023
د خبر لمبر: 3487404
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر سلاکار سیدرسول موسوي په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي،د ایران او افغانستان په پولو کې  هرډول نښتې اوترینګلتیاوې د دواړو لورو په تاوان دي.

ایکنا  د تسنیم له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر سلاکار پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي،هغه څه چې اوس د ایران دزابل او د افغانسان د نیمروز په پولې کې تیریږي،د استعمارګرو  د دسیسې دوام دی .   

د ایران دسیستان او بلوچستان او د افغانستان د نیمروز ولایت په پولې او په شاوخوا کلو کې پرون  د ایران د اسلامی جمهوریت د پوله ساتونکو او طالب ځواکونو ترمینځ نښتې رامینځةشوي چې یو لړ مرګ ژوبلې  ئې ه م اړولي دي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزیر سلاکار سیدرسول موسوي په یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي،د ایران او افغانستان په پولو کې  هرډول نښتې اوترینګلتیاوې د دواړو لورو په تاوان دي.

زمونږخبریال راپور راکړ،سید رسول موسوي د زابل سرحدي غونډ په حوزې ساسولي سیمې کې  د ایران او طالبانو د سرحدي ځواکونو ترمینځ  وروستیو نښتو ته په اشارې سره چې  د هیواد یوشمیر پوله ساتونکو دشهادت او ټپي کیدا سبب شوي  لیکلي دي، ددواړو هیوادونو   چارواکي او خلک کې هوښیار او ځير ووسي.او دا ترینګلتیاوې  هغه څه  دي چې  داستعمارګرو د دسیسې بوي ترې راځي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/03/07/2902545

captcha