ایکنا د آناتولي له قوله راپور راکړ، د بخښنې نړیوالې ادارې د جمعې په ورځ پخپل ترټولو وروستي راپور کې د اپیل د نړیوالې محکمې له څاروانوالانو غوښتي دي څو په افغانستان کې دې له میرمنو سره د طالبانو ډلې د بد چلنئ په باب څیړنې وکړي.
په هغه ۶۲پاڼيز راپور کې چې د حقوق پوهانو د نړیوال کمیشن په ملګرتیا سره برابر شوی دی،ډیر موردونه ئې په افغانستان کې له میرمنو سره د طالب مامورانو د بدچلنۍ ، شکنجې زنداني کیدا او د بې درکه کیدا پشمول د میرمنو د حقوقو دجدي خلاف ورزیو په باب دي.
دغې نړیوالې ادارې پر درستو هیوادونو غږکړی څو هغه طالب واکوالان او مسئولان چې دمیرمنو دحقوقو په خلاف ورزئ ئې لاسونه ککړ دي ،سخت سزا کړي.
دغه راپور د افغانستان د میرمنو او انجونو پر حقوقو د طالبانو له خوا د دډيرو سختو محدودیتونو اجباري بې درکه کیدا دڅرنګوالي په باب دیوه مفصل حقوقي تحلیل په وړادې کولو سره ټينګار کوي چې شکنجه او نور بد چلندونه د هیګ نړیوالې محکمې داساس نامې او ځينو مادو په اساس د بشریّت په ضد دجنایت او جنسیتی اذیت په توګه ګڼل کیدلی شي.
دبخښنې نړیواله اداره او دحقوق پوهو نړیوال کمیشن په دې اند دي چې د هیګ نړیوالې محکمې څارنوالان باید دافغانستان د وضعیّت په باب پخپلو روانو څیړنو کې د جنسي کړاؤ د بشریّت په ضد جنایت وګڼي . دغه اداره همداراز د نړۍ له نورو هیوادونو هم غواړي، چې له قانونی آوزارونو اونړیوالو صلاحیّتونو څخه دې استفاده وکړي، څو د نړیوالو قوانینو په اساس د جنایتونوپه ترسره کونکي شکمن طالبان مسئولان اوماموران دې د عدالت منګولو ته وسپاري.
https://iqna.ir/fa/news/4143601