ایکناد الاتحاد له قوله راپور راکړ،د قرآن د حفظ د زده کړې دغه مرکز دابوظئ ښار په اسلامی انګلسی مدرسې کې پرانیستل شوی او په لومړۍ مرحلې کې دوه سوه انجونې اوهلکان زده کونکي به پکې زده کړې وکړي.
ددغه مرکز پرانیسته ،د اماراتو د اسلامی چارو او اوقافو د عمومي ادارې د استازو ،د مرکز دمشې میرمن خدیجه بنت درویش بن کرم په شتون سره ترسره شوه.
ددغه مکز هالونه ،په ماډرنو تجهیزاتو او وسایلو سنبال دي او د انجونو لپاره د قرآن دحفظ د زده کړې درې کړۍ او هم د هلکانو لپاره د قرآن د حفظ د زده کړې درې کړۍ لري.
میرمن خدیجه بنت درویش په دې باب ووئيل، دغه مرکز درې پوړیز جوړ شوی چې په لومړي پوړ کې د نامو د ثبتولو کوټه ،د مربیانو او معلمانو ځانګړي کوټه او میلمستون دی او په بره دوو پوړونو کې هم د انجونو او هلکانو د قرآن د حفظ زده کړې ته مخصوص دي . د زده کونکو د زده کړې په دلیل د مرکز د قرآن د حفظ د زده کړې کړئ په شنبې اویکشنبې ورځو ترسره کیږي او د ضرورت په بڼه کې په اوړي کې د قرآني کړیو د زیاتولو لپاره پلان لرو.