IQNA

په اسراییلو د نویو وسلو د خرڅولو د مخنیوی لپاره د امریکا د کانګرس د استازیو طرحه

8:59 - May 22, 2021
د خبر لمبر: 3484327
تھران(ایکنا) - په دې لړ کې ددیموکراټ استازی الکسانډریا اوکازیو کورتز په مشرۍ د امریکا د پارلیمان استازیو د شورو په ورځ له اسراییلوسره د ۷۳۵ میلیون ډالری تسلیحاتی تړون د مخنیوی لپاره د پریکړه لیک مشوده وړاندی کړه . د پالیتیکو د ویب پاڼی د اعلان په اساس اوکازیو کورتز نورو دیموکرات استازیو لکه رشیده طلیب ، ایلهان عمر او مارک پوکان سره یو ځای کوشش کوی د دغه تړون مخه ونیسی .
د فلسطینیانو پرضد له جنایتکارانه اقداماتو سره سره له صیهونیسټ رژیم د امریکا د هراړخیزه ملاتړونو دوام حتی د امریکا په داخل او د دغه هیواد په کانګرس کې د بایډن حکومت ته زیاتې نیوکې متوجه کړی دي .
په دې لړ کې ددیموکراټ استازی الکسانډریا اوکازیو کورتز په مشرۍ  د امریکا د پارلیمان استازیو د شورو په ورځ له اسراییلوسره د ۷۳۵ میلیون ډالری تسلیحاتی تړون د مخنیوی لپاره د پریکړه لیک مشوده وړاندی کړه . د پالیتیکو د ویب پاڼی د اعلان په اساس اوکازیو کورتز نورو دیموکرات استازیو لکه رشیده طلیب ، ایلهان عمر او مارک پوکان سره یو ځای کوشش کوی د دغه تړون مخه ونیسی .
د بایډن حکومت ژمن دې د وسلو دخرڅولو تړونونو په اړه  کانګرس ته  اطلاع ورکړی . که څه هم رسمی اطلاع رسونه معمولا  له کانګرس سره لعه غیر رسمی د موافقې وروسته ترسره کیږی ، له رسمی وړاندی کولو وروسته استازی شل ورځې فرصت لری د یوې غیر الزام اور پریکړه لیک په صادرولو سره خپل مخالفت اعلان کړی ، په دې ډول حتی په اسراییلو د نویو وسلو له خرڅولو سره د کانګرس دمخالفت په بڼه کې دغه چاره په اسراییلو د نویو وسلو د خءحولو د لغوه کیدا سبب نه کیږی .
په عین حال کې په کانګرس کې د دیموکراټو استازیو له اسراییلو حتی د امریکا د حاکمیتی سویه کې د ملاتړ او نظرونو د بدلون نښه ده . داسې ښکاری د فلسطین په اړه په امریکا کې د فلسطین موضوع په اړه  نظرونه په بدلیدا دي . د دغې چارې یوه نمونه بایډن  ته د کانګرس د کابو ۱۴۰ استازیو لیک دې چی د غزې تړانګې پرضد د اسراییلو د وحشیانه جنګ د ختمولو لپاره د واشنګټن د پریکنده اقدام غوښتنه ده . د دغه لیک لاسلیکونکیو د هغې انسانی غمیزې د رامینځته کیدا په اړه  خبردارې ورکړ چی ممکنه ده په غزې تړانګې کې د اوربند د نه کیدا په بڼه کې رامینځته شی .
د دغه لیک خپریدا په داسې حال کی ده چی د امریکا دفاع وزیر لوید استین د صیهونیست رژیم له جنګ وزیر سره په ټیلی فونی تماس کې په غزې د تل ابیب له تیریو د واشنګټن د ملاتړ په دوام ټینګار وکړ . همداراز په دې زمینې کې د دیموکراټو استازیو هڅه د جمهوری غواړو له مخالفت سره مخامخ شوی ده . د سنا د جمهوری غواړو  مشر میچ مک کانل د صیهونیسټ رژیم له اقداماتو په ملاتړ سره له بایډن وغوښتل چی د فلسطینیانو او صیهونیسټ رژیم ترمینځ د اوربند لپاره د دیموکراټانو د غوښتنې په وړاندی ودریږی .
د سیاسی مسلو کارپیژاندې او خبریال ویلیم رابرتز وایی له اسراییلو د امریکا ملاتړونه په دغه هیواد کې په قدرت کې  د اسراییلو د ملاتړو لابیانو په  زیات اغیز کې جرړه لری  او د نویو حکومتونوپه راتلو سره که څه هم د شعار په بدلیدا سره له مینځه نه ځی .
له بشری حقوقو د ملاتړ په زمینه کې د بایډن حکومت ادعاګانو او شعارونو ته په پام سره  اوس د فلسطین ملاتړو فعالانو د بایډن حکومت څنډلې دې  او وایی که په ریښتیا امریکا د چین  او روسیې په شان هیوادونو کې د بشری حقوقو په رعایتولو پسې ده  او له دغه اقدامه سیاسی هدف نلری ، نو بیا باید د فلسطینانو حقوقو ته هم پام وکړی او له هغو د اسراییلو د جنایتونو په وړاندې دفاع وکړی ، په داسې حال کی چی واقعیت داسې ندې .
د سپینې ماڼۍ له دغو ادعاګانو سره سره چی بایډن له نتانیاهو سره په خپل وروستی ټیلی فونی تماس کې  له هغه په سختې لهجې سره غوښتی دی چی اوربند وکړی ، خو په عمل کې واشنګټن له تل ابیب هر اړخیزه ملاتړونو ته دوام ورکوی . په حقیقت کې د می له لسمې نیټې د غزې د فلسطینانو پرضد د صیهونیسټ رژیم د تیریو له پیله بایډن د فلسطینانو پرضد د صیهونیسټانو د تاوتریخوالیو د بندولو لپاره کوم اقدام ندې کړې او د دې په اپوټه د ۷۳۵ میلیون ډالرو په ارزښت د دقیق هدایت شونکیو وسلو د خرڅولو او د زیاتو فلسطینانو د وژلې لپاره شین څراغ ورکړی دی.
parstoday.com/ps
captcha