له السومریه نیوز څخه په نقل، دې امنیتي سرچینې خبر ورکړ: حشد الشعبي پرون د ترهګرو په خلاف عملیاتو کښې د داعش د سامرا سپڅلې ښار په جنوب کښط د بلد ښار سره نږدي تل الذهب سیمې ته د نفوذ مخه نیولې ده.
له بلې خوا، د عراق د دفاع وزارت د یوې بیانیې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د زیارت په ورځ د الانبار ولایت په الرطبه ښار کښې د داعش په یو شمیر اډو بریدونه کړې دي.
په دغه بیانیه کښې راغلې دي: د ۵۳ پياده کنډ او پوځیانو د اطلاعاتو کمانډوز، د الانبار ولایت په ارطبه ښار کښې د الصکار په سیمه کښې د نړیوال سړک په جنوب کښې په یو کور چې د داعش په اډه برید کړۍ دی.
د عراق د دفاع د وزارت د بیانیې په اساس، په الصکار کښې د داعش په اډه کښې یو شمیر زیات چاودونکې مواد او بمونه کشف او نیولې شوې دي او ځینې بمونه چې چاودنې ته تیار و د کنډ د انجنیرانو لخوا شنډ شوې دي.
3908308
https://iqna.ir/fa/news/3908308