له ګلف نیوز څخه په نقل، د چهارشنبې له ورځې د ورځنې لمونځونو لپاره د جوماتونو د پرانیستو وروستو بیا هم، د اماراتو په جوماتونو کښې د جمعې لمونځ هم هغه شان ځنډیدلی دی.
د اماراتو حکومت د کورونا وایرس د مخنیوي لپاره له دریو میاشتو څخه زیات د جوماتونه بند کړې و، خو اوس یي د ورځنې لمونځونو لپاره جوماتونه پرانیستلې دي.
په اماراتو کښې جوماتونه او نور عبادتي ځایونه د ۳۰ فیصدو ظرفیت او د مراجعه کونکو او لمونځ کونکو د روغتیا د اطمینان لپاره له سختو اقداماتو ترسره کولو وروستو، پرانیستلې کېږي.
د جوماتونو د بیا پرانیستلو لپاره، د چارواکو په اجندا کې لارښوونې کړې دي چې لمونځ کونکي باید هغې ته پام وکړي.
د ماسک او دستانې اچول او له ځان سره خپل جانماز راوړل له ده لارښوونو څخه دي.
3908324