IQNA

په کشمیر کښې د اسلامي چینلو پروګرامونو بندیز د لغو کولو غوښتنه

22:24 - July 01, 2020
د خبر لمبر: 3483335
تهران (ایکنا) - د هند د کنټرول لاندې په کشمیر کښې د کیبلي ټلویزیون خدمات وړاندې کونکي شرکتونو له ځایي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د اسلامي چینلو پروګرامونو بندیز لغو کړي.

د کشمیر ځایي حکومت څه موده مخکې اسلامي محتوا وړاندې کونکي د کیبل ټلویزیون سیسټم له بهرنیو ۲۴ چینلو خپرولو باندې بندیز لګولی و.
د کیبل تلویزیون خدمات وړاندې کونکي شرکتونو له چارواکو غوښتنه کړې چې دا بندیز لغو کړې او د تلویزیوني چینلو د خپرولو اجازه ورکړي.
د دې شرکتونو یو مشر وویل: له مونږ څخه غوښتنه شوې وه چې د سعودي عرب، پاکستان او ایران ۲۴ اسلامي چینلو خپریدل بند کړو. په کشمیر کښې د دیني چینلو دیر کتونکي په کشمیر کښې شتون لري او مونږ له دغه کسانو څخه په دباو کښې و او نشو کولی چې د دې چینلو د نه خپرول هغې ته توچیه کړو. دا چینلې کاملا اسلامي دي او له سیاسي ستونزو سره هیڅ اړیکې نه لري.
هغه زیاته کړه: "حکومت باید د دغه بندیز په اړه چې موږ ته یې ډیر زیان اړولی، له سره غور وکړي.
3907791

captcha