IQNA

په یمن کښې د توطئې په هکله د مسلمانانو عالمانو نړیوالې اتحادیې د مشر خبرداری

12:25 - June 30, 2020
د خبر لمبر: 3483328
تهران (ایکنا) - د مسلمانانو د عالمانو نړیوالې اتحادیې مشر د یمن د نجات غوښتونکۍ شو او د دغه هیواد په اړه یې د لوې توطئې په اړه خبرداری ورکړ.

د مسلمانانو عالمانو د نړیوالې اتحادیې مشر محیی الدین قره داغي، په یوه بیانیه کښې څرګنده کړه: ځینې غواړي سعادتمند یمن ترټولو بدبخت هیواد ته بدل کړي، یو یمن وېش کړي او د یمن خلک په فقر اخته کړي او پر دوي مسلط شي.
هغه زیاته کړه: که د یمن پوهانو په خپل تدبیر سره دا موضوع درک نه کړ او دې ته یې پام ونکړ، نو ډیرې بدې پایلې به ولري او دا توطئه به نوره هم لویه شي.
قره داغي د سعودي عربستان توطئې ته په اشارې سره د دې هیواد بهرني او په یمن کښې داخلي اختلافات د دغه هیواد اقتصاد سقوط کونکی وبللو او وې ویل: د یمن ملګرې د یمن له عقلا او پوهانو څخه تمه کوي چې له مرګ څخه مخکې دا مسئله درک کړي او ټول په خپلو اصولو پابند وسي او له یمن هیواد څخه ساتنه وکړي.
هغه په پایې کښې ټنګار وکړ: پدې حالت کې د یمني خلکو سره ودریدل او له اوسني وضعیت څخه د وتلو لپاره د دوی سره مرسته کول یو مذهبي او ټاکلی تکلیف او واقعیت دی.
3907535

captcha